د OrientExpress په نوم  بحري بېړۍ او ځانګړنې يې 

د سترو او کوچينو  بېړو يو شرکت چې Accor  نوميږي خپله نوې بېړۍ نندارې ته وړاندې کړې او ادعا کوي، چې تر اوسه په دومره ستره اندازه بله بېړۍ نه ده جوړه شوې. 

دغه شرکت چې د کښتيو جوړونې برخه کې ۱۴۰ کاله مخېنه لري، OrientExpress  نومي بېړۍ يې د ۲۲۰ متره په اوږدوالي جوړه کړې او سلګونه ټنه وزن لېږدولی  شي. 

دغه  کښتۍ کې د مسافرو لپاره دوه د لمبو - وهنې ډنډونه، عصري هوټلونه، يو لوبغالی او نورې اسانتياوې او د ساتېرۍ وسايل جوړ شوي  دي.