د لومړي ځل لپاره د Climeworks په نوم يو شرکت چې سويس هېواد کې شتون لري، داسې سېسټم جوړ کړی دی، چې له اتموسفیر کاربن ډای اکسایډ اخلي او د تل لپاره يې ځمکه کې دفن کوي.
دا نړۍ کې لومړی شرکت شو چې له هوا څخه کاربن ډای اکسایډ ګاز رااخلي او هوا له دې ګاز پاکوي. تر اوسه د کاربن ډای اکسایډ د پاکونې لپاره له بوټو په طبيعي ډول ګټه اخېستل کېږي.
نړۍ کې د صنعت په ودې سره هوا ککړه شوې او د کاربن ډای اکسایډ کچه لوړه شوې ده. دغه شرکت به هوا له کاربن ډای اکسایډ پاکه او تازه اکسېجن به په کې پاتې شي.
وروستي