بم غورځونکې نه بلکې د موادو لېږدونکې ډرون 

د Aviation Administration په نوم د ډرون الوتکو جوړونې يو شرکت نن ورځ د غذايي او نورو لومړنیو توکو د لېږدونکې ډرون پرانېسته وکړه. دغه ډرون مواد د خلکو تر کورونو لېږدوي. 

د شرکت مسوولینو یې ويلي دي، چې دغه ډرون د جګړې د ډګرونو ډرون الوتکو پر خلاف بمونه نه غورځوي بلکې د ګڼې - ګوڼې د مخنېوي په پار هوایي لېږد - رالېږد کوي. 

د نړۍ يو شمېر پرمختللو هېوادونو کې اوس مهال په ګڼ شمېر ډرون الوتکې له مغازو څخه تر کورونو د موادو لېږد کوي او دې برخه کې غوښتنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.