د لومړي ځل لپاره ساينس پوهانو د ناروغ له خپلې غوښې غوږ جوړ او پيوند کړ 

د 3DBio Therapeutics په نوم د يو روغتيايي او ساينسي شرکت سايسن پوهان د لومړي ځل لپاره په دې بريالي شول، چې د يو ناروغ له خپلو ژونکو (حجرو) غوږ ته پراختيا ورکړي او ورته پيوند يې کړي. 

ساينس پوهانو ويلي دي چې د طب برخه کې دا لاس ته راوړنه لومړنۍ ده او جوړ شوی غوږ بشپړ کار کوي او له نورو نسجونو سره يې پيوند اخېستی دی. 

هغه کس چې دغه غوږ ورته لګول شوی دی، يوه شل کلنه ميرمن ده چې پيدايښت سره يې يو غوږ معيوب او ډېر کوچنی وو.