مريخ کې د کانونو د موندنې او سپړنې هڅې 

انځور کې دغه سره خاوره او کاڼې د مريخ سيارې سطحه ده.  هلته له تېرو څو  لسيزو راهيسې دا څېړنې کېږي، ترڅو پيدا کړي، چې مريخ د انسانانو لپاره څه لري. 

نړۍ کې د طبيعي زيرمو د کمښت او لوړو بيو وروسته، ساينس پوهان هڅې کوي ترڅو مريخ کې د کانونو او معدن په اړه پلټنې تر سره کړي. 

هلته ځينې ډبرې موندل شوې دي، چې د ګران بيه ډبرو شک پرې کېږي، خو دا چې مريخ کې څېړنې ستونزمنې او ځمکې ته راوړل يې ګران بيه تماميږي، نو تر اوسه مريخ  کې د قيمتي معدن په اړه څېړنې وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلې.