اووه مهم رازونه، چې هېڅکله یې باید چاته ونه وایئ

بریالي کسان تل له نورو سره نا ویلي څیزونه لري، چې د خپل ژوند مهم راز یې ګڼي.
 
اووه څیزونه، چې د تل لپاره باید مهم راز پاتې شي
موږ انسانان کله چې له یوه فرد سره صیمي کېږو، خپلې سرې کرښې هېروو او په ډېرې آسانۍ سره خپل شخصي رازونه او مسئلې له خپل ملګري یا دوست سره شریکوو، په داسې حال کې، چې دا سم کار نه دی او تل باید په یاد ولرئ، چې نور نباید ترې خبر شي، نو له دې وروسته په خپلو دوستانه خبرو اترو کې، د مهمو رازونو د شریکولو لپاره پولې او بریدونه په پام کې ونیسئ، هغه رازونه، چې په دې لیکنه کې پرې رڼا اچول کېږي.
 
هغه خبرې چې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو رامنځته کېږي
هېڅکله هغه خبرې، چې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ  مو رامنځته کېږي، نورو ته مه کوئ، ځکه دا خبرې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ د یوه راز حکم لري. تل خپل ځان د خپل د ژوند د شریک پرځای مېشت کړئ او وګورئ، چې ستاسو په اند د منلو وړ ده، چې د ژوند د شریک دوست مو، ستاسو ترمنځ له اړیکې څخه خبر شي یا نه؟
 
کورنۍ شخړې د ژوند له مهمو رازونو څخه دي
انسانان تر ټولو لومړۍ ډله، چې په ژوند کې ورسره مخامخ کېږي، کورنۍ یې ده، تر اوسه څومره له خپلې کورنۍ څخه لیرې وئ، که د هغو افرادو له ډلې څخه واوسئ، چې له کورنۍ سره تړاو ونه لرئ، زیان لیدل په ځلونو ستاسو لپاره سختېږي، افراد ولې په دې حالاتو کې، له نورو سره د زړه خواله کوي. ښایي داسې یو ملګری پیدا کړئ، چې په تاسو باندې قضاوت ونه کړي او خبرو ته مو غوږ ونیسي، خو وروسته پښېمانه کېږئ، ځکه سربېره پردې، چې ټول ځایونه ستاسو له خبرو څخه ډک دي، ستاسو په کورنۍ باندې هم قضاوت کوي. هڅه وکړئ، چې له نورو سره د زړه د حال د شریکولو پرځای، خپل ځان د خپل احساساتو د کنټرولولو لپاره پیاوړی کړئ.
 
هیچا ته ښځینه جزئیات مه وایئ
ډېری مېرمنې داسې عادت لري، کله چې یوه له بلې سره کېني، له خپلو ښځینه جزئیاتو څخه خبرې کوي. فکر کوي، چې د دې موضوعاتو په اړه په آزاده توګه خبرې کول، روڼ اندي ده، نو هڅه وکړئ، نه یوازې د خپلو ښځینه جزئیاتو، بلکې د نورو ناروغیو په اړه هم خبرې مه کوئ.
 
افرادو ته د شخصي راز نه ویل 
تل هوښیار واوسئ او مشکوکو ټیلیفوني اړیکو ته له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړئ، ځکه شونې ده، ستاسو د بانکي کارټ کوډ درنه واخلي او له تاسو څخه پیسې پټې کړي او یا د ملګرتیا له مخې خپلو ملګرو ته خپل راز مه وایئ، ځکه دا له عقل څخه بهر کار دی او د دې تضمین نه شي کېدای، چې ملګری مو د تل لپاره ملګری پاتې شي.
 
مالي شرایط د ژوند له مهمو رازونو څخه دي
اړتیا نه شته، چې کوم څوک دې ستاسو له مالي شرایطو څخه خبر واوسي. د سپما کچه، هغه پیسې چې نورو ته مو په پور ورکړې دي یا مو اخیستې دي، د شخصي مواردو برخه ګڼل کېږي او اړتیا نه شته، چې نور ترې خبر شي، د خپل ژوند نظریه نورو ته مه وایئ، ځکه تاسو پورې ځانګړې شوې ده او ستاسو د ژوند لپاره د ګټه اخیستنې وړ ده، ځینې کسان دومره هوښیار نه دي، چې پام یې شي او ښایي په خپل ژوند کې د هغې په پلې کولو، له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
 
ژورې وېرې
ډېری کسان په دې باور دي، چې د وېرو او اندېښنو په اړه خبرې کول، اوضاع لا پسې خرابوي، سمه ده، ځکه د نورو مرسته او ملاتړ لنډمهالی دی، نو هڅه وکړئ، د خپلو وېرو په اړه خبرې ونه کړئ او له هغو سره په مخامخ کېدو کې خپله وړتیا لوړه کړئ.