هغوی چې کورني حيوانات نه ساتي دغه روبوټ يې ورته ځای ډکوي

د  KEYi Technology په نوم د پرمختللې ټېکنالوژۍ يو شرکت داسې روبوټ جوړ کړي دي، چې د کورنيو حيواناتو يا pets په څېر خوی او کړنې تر سره کولی شي. 

دغه روبوټ PetBot Loona نوميږي. د کورنيو سپيانو، پيشوګانو او نورو حيواناتو په څېر جوړ شوي او کولی شي، چې ورته کړنې تر سره کړي. PetBot Loona روبوټ د کورنيو سپيانو په څېر کور ساتي او د نااشنا کس په لېدو غاپي. 

دا روبوټ همدا ډول ماشومانو سره لوبې کوي او کله يې چې خاوند قدم وهي او بېرون ځي نو دی هم ور سره ورته قدم وهي. بله غوره  ځانګړنه يې دا ده، چې که لېرې پرېښودل شي، کولی شي چې خپل کور پيدا او ورشي.