چين داسې ډرون الوتکه جوړه کړه چې تل به په هوا کې وي

چين هېواد کې د Northwestern پولي تخنيک پوهنتون يا  NPU څېړونکو د لومړي ځل لپاره داسې ډرون الوتکه جوړې کړې دي چې ځمکې ته نه راښکته کېږي او تل به هوا کې ماموريت کوي. 

دغه ډرون الوتکه له ځمکې څخه د لايزري قوې په وسيله کنترولیږي او داسې ټېکنالوژي په کې کارول شوې ده، چې د ډرون الوتکو ضد وسلې يې نه شي پيدا کولی. 

د ياد پوهنتون څېړونکو او ددغه ډرون الوتکې جوړونکو ويلي دي، چې الوتکه د پلټونکو موخو په پار جوړ شوې چې وېډېو او انځور اخلي او بيا يې ځمکې ته خپل اړوند مرکز ته استوي.