له خلکو څخه د دې اووه څیزونو تمه مه لرئ، ترڅو خوشاله واوسئ

موږ تل له هغو کسانو څخه، چې ارزښت ورکوو، ناهیلي کېږو، ښایي د دې لپاره وي، چې موږ له خپلو شاوخوا خلکو څخه ډېرې زیاتې تمې لرو، له دې امله د ناهیلي کېدلو پرځای، باید زده کړو، چې څنګه خپلې تمې را کمې کړو او خوشاله واوسو.
په دې لیکنه په اوو هغو څیزونو باندې رڼا اچول کېږي، چې نباید له خلکو څخه یې تمه ولرئ.
 
۱ ـــ له هغوی څخه تمه مه لرئ، چې تل کوم کار، چې ستاسو په اند سم دی، ترسره یې کړي
خلک تل هغه کار نه ترسره کوي، کوم چې تاسو فکر کوئ سم دی، دا ومنئ، چې هغوی ستاسو په څېر نه دي، ستاسو په څېر فکر نه کوي او حتا لېوالتیاوې یې له تاسو سره توپیر لري.
 
۲ ـــ تمه مه لرئ، چې له تاسو سره همغږي وي
خلک، په ځانګړې توګه دوستان مو، ټاکل شوې نه ده، له دې چې ستاسو دوستان دي، له تاسو سره همغږي وي. هر شخص خپل توپیري نظر او لید لري، نو د نظر اختلاف یوه عادي مسئله ده.
 
۳ ـــ له هغوی څخه تمه مه لرئ، چې ستاسو ذهن ولولي
دا چې فکر کوئ، خلک، دوستان، کورنۍ او د ژوند شریک مو کولای شي، ستاسو ذهن ولولي، یوه ستره تېروتنه ده. که کومه تمه یا غوښتنه لرئ، باید روښانه یې کړئ، هغوی نه شي کولای، چې ستاسو ذهن ولولي.
 
۴ ـــ له هغوی څخه تمه مه لرئ، چې تاسو درک کړي
تاسو باید پخپله خپل واقعي واوسئ او هېڅکله هڅه مه کوئ، د نورو له چلند څخه په تقلید کولو سره، خلک تر اغېزې لاندې راولئ. هېڅوک اړ نه دی، چې له تاسو سره مینه ولري یا تاسو درک کړي. په خپله باید له خپل ځان سره مینه ولرئ.
 
۵ ـــ له هغوی څخه هیله مه لرئ، چې د تېر په څېر واوسي او بدلون ونه کړي
افراد د وخت په اوږدو کې بدلون کوي، یوه له سترو تېروتنو څخه، چې کولای شئ وې کړئ، دا ده، چې فکر وکړئ هغوی په دقیقه توګه  د تېر یو کال، د تېرو پنځو کالو یا دغه راز د تېرو پنځلسو کالو په څېر دي، هغوی نور د تېر په څېر نه دي او تمه مه لرئ، چې له تاسو سره د تېر په څېر چلند وکړي.
 
۶ ـــ له هغوی څخه تمه مه لرئ، چې تل له تاسو څخه ملاتړ وکړي
موږ ټول په ژوند کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان یو، تمه مه لرئ، چې خلک تل ستاسو لپاره وخت ولري او له تاسو څخه ملاتړ وکړي. خلک اړتیا لري، چې کله وخت یوازې واوسي او خپلو غوښتنو ته ارزښت ورکړي، ټاکل شوې نه ده، چې تاسو د خلکو لومړیتوب واوسئ.
 
۷ ـــ له هغوی څخه تمه مه لرئ، چې له دې زرینو قوانینو څخه پیروي وکړي
ټول افراد ستاسو په څېر په دې اووه قوانینو باندې نه پوهېږي، که له تاسو نه ډېرې تمې لري، نو غوره ده، چې هغوی له دې قوانینو سره آشنا کړئ.