
چين د امريکا او اروپايي هېوادونو سره د پوځي سياليو او پر خپل ځان د اتکا په پار په کور دننه د لوړې - ټېکنالوژۍ وسلو او په ځانګړي ډول بريدګرو الوتکو جوړونې ته مخه کړې ده.
د J15 په نوم دغه بريدګره جنګي جېټ الوتکه چين کې د Shenyang Aircraft Corporation په نوم د يو شرکت له خوا جوړې شوې ده او کولی شي، چې پيچلي پوځي عمليات تر سره کړي.
چين د J15 په نوم د الوتکو لړۍ لري چې وروستۍ بڼه يې د همدې ډول روسي الوتکو څخه پرمختللې او هڅه کوي چې امريکا سره په سيالۍ کې دغه ډول نورې الوتکې جوړې کړي.