آیا انګېزه مو له لاسه ورکړې ده؟ دا اته ټکي ولولئ

له تاسو څخه هر یو د هر کال په پیل کې، له خپل ځان سره ژمنه کوي، چې په سالمه، خوشاله او بریالۍ توګه به ژوند کوي، خو کله وخت د انګېزې په له لاسه ورکولو سره، خپلو موخو ته د رسېدو پرځای، د انګېزې په بېرته را ګرځولو باندې تمرکز کوئ، خو په دې لیکنه کې د انګېزې د پیاوړتیا لپاره په اتو مهمو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، ترڅو له تاسو سره د انګېزې په بېرته را ګرځولو او موخو ته په رسېدو کې مرسته وکړي، نو دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ د انګېزې د پیاوړتیا لپاره خپلې دندې لومړیتوب بندي کړئ
کله وخت ډېر زیات وخت په هغو کارونو باندې لګوئ، چې چندان مهم نه دي، خو ستاسو ډېر زیات وخت مصرفوي، په پای کې په نورو پروژو باندې د کار کولو لپاره نوره انرژي نه پاتې کېږي، له دې امله د کارونو لومړیتوب بندي د هغو ارزښت ته په کتو، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په چټکه توګه خپلو موخو ته ورسېږئ.
 
د دې کار لپاره تر ټولو آسانه لاره په څلورو برخو باندې د کارونو وېشل دي: بیړني او مهم کارونه، مهم خو نا بیړني کارونه، بیړني خو نا مهم کارونه، نه مهم او نه بیړني کارونه. کله مو چې زده کړل، په پیل کې په اصلي څیزونو باندې کار وکړئ، د لا ډېرې ګټورتیا احساس به وکړئ.
 
۲ ـــ موخې مو مجسمې کړئ
د هغو کارونو د لېست لرل، چې باید ترسره یې کړئ او د خپلو موخو او خوبونو یاددښت کول، ډېر اړین او مهم دي، خو مجسم کول یې، هغو ته د رسېدو لاره لاپسې هیجاني او خلاقانه کوي، مجسم کول یو له ځواکمنو ذهني تمرینونو څخه دی. تاسو کولای شئ، د هغو څیزونو د انځورونو یوه تابلو، چې غواړئ په ژوند کې یې ولرئ، چمتو کړئ.
 
د بېلګې په توګه: کولای شئ یوه تابلو را واخلئ او په هغې باندې د خپل د خوبونو کور، خپل د خوښې وړ موټر او هغه څیزونه، چې غواړئ وایې خلئ او هغه هېوادونه، چې غواړئ ترې لیدنه وکړئ، د هغو ټولو انځورو پرې ولګوئ. تابو په داسې یوه ځای کې ولګوئ، ترڅو هر وخت مو سترګې پر ولګېږي او تاسو ته یادونه وکړي، چې د څه شي په لټه کې یاست. په دې کار سره، ډېر ژر کولای شئ، خپلو موخو او خوبونو ته لاسرسی پیدا کړئ.
 
۳ ـــ د خپلې راتلونکې لپاره لیک ولیکئ
غواړئ په راتلونکې کې څه درنه جوړ شي؟ آیا غواړئ چې شتمن شئ یا واده وکړئ او کورنۍ تشکیل کړئ؟ ښایي وغواړئ د نړۍ څو هېوادونو ته سفر وکړئ؟! دمګړۍ خلاقانه فرصت لرئ، ترڅو خپلې راتلونکې ته په لیک لیکلو سره، د بریا په لټه کې واوسئ، د دې کار په کولو سره خپل راتلونکي لس کالونه په پام کې ونیسئ یا خپلو موخو ته په پام سره، هغو ته رسېدل وټاکئ، دمګړۍ انټرنېټ تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو دا لیک مو، چې د کوم وخت لپاره لیکلی دی، تاسو ته در ورسوي.
 
۴ ـــ د خپلې خوښې خوبیز ټیم ولرئ
په داسې حال کې، چې خپلې موخې څارئ، باید خپلو شاوخوا خلکو ته هم ځیر شئ، تاسو باید د خواله کولو او ناستې پاستې لپاره داسې کسان وټاکئ، چې ستاسو په څېر انګېزه او موخه ولري، هغه وخت کولای شئ، خپل پروګرامونه او موخې له خپلو دوستانو سره شریک کړئ، ترڅو هغوی هم وکولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.
 
د دا ډول کسانو شتون، په تګلوري کې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپلې موخې له تګلوري څخه لیرې نه شئ. د هغو دوستانو لرل، چې په تاسو باندې باور لري او په اړین وخت کې تاسو ته انګېزه درکوي، له تاسو سره بریا ته د رسېدو په لاره کې ډېره زیاته مرسته کوي.
 
۵ ـــ په هر پړاو کې حتا په کوچنۍ ډالۍ سره خپل ځان ته انګېزه ورکړئ
هرومرو اورېدلي مو دي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، خپل پروګرام په کوچنیو برخو او پړاوونو ووېشئ، باید وویل شي، لکه څنګه چې د خپلو موخو وېشلو ته پام کوئ، هڅه وکړئ، چې کوچنیو ډالیو ته هم فکر وکړئ، چې کوچنیو بریاوو ته په رسېدو سره، باید خپل ځان ته یې ورکړئ.
 
مهمه نه ده، چې ډالۍ لوړ بیه وي، کولای شي خپل ځان ته د یوه جوړه جامو اخیستل یا هم د خپلې خوښې وړ رسټورانټ تلل وي، په دې کار سره هم د نویو عادتونو د رامنځته کولو سبب ګرځئ او هم به د هڅې لپاره د لا ډېرې انګېزې سبب شئ.
 
۶ ـــ هر هغه پرمختګ ته چې ورسېدئ ورته پام وکړئ
څېړنې څرګندوي، چې نه یوازې وروستۍ پایلې او موخې ته رسېدل مهم دي، بلکې د پرمختګ په لاره کې دوامداره څارنه هم مهمه ده، هر هغه پرمختګ ته پام وکړئ، کوم چې ترلاسه کوئ یې، د دې کار په ترسره کولو سره کولای شئ، ډېر ژر خپلې موخې ته ورسېږئ.
 
دغه راز کولای شئ د لا ډېر ځواک احساس ولرئ، چې کولای شي، په دې لاره کې تاسو ته الهام درکړي. هر پرمختګ ته پام کول، تاسو ته د لا ډېرې هڅې انګېزه درکوي، په دې صورت کې به تاسو لا ډېر ګامونه پورته کړئ.
 
۷ ـــ د انګېزې د پیاوړتیا لپاره د خپل کار ځای ډیکورېشن ته پام وکړئ  
په کور کې د مطالعې او کار پرمهال، له نورو بېلابېلو فعالیتونو څخه، د یوې جلا کاري فضا رامنځته کول، مهم دي، تاسو باید د کار او اوزګارتیا فضا له یو بل څخه جلا کړئ، ترڅو مغز په هوسا او چټګه توګه کار وکړي. که د کار کولو پرمهال یو لپ ټاپ او یو ګیلاس قهوه ولرئ، نو ډېر به ښه وي.
 
۸ ـــ د خپلې انګېزې د پیاوړتیا لپاره د پوموډورو له تخنیک څخه ګټه واخلئ
که په تمرکز کولو کې ستونزه لرئ، د پوموډورو له تخنیک څخه ګټه واخلئ. د وخت د مدیریت دا تګلاره، د پوموډورو د پخلنځي د ټایمر په نوم نومول شوې ده. یوازې هغه کار، چې باید ترسره یې کړئ دا دی، چې د ځینو کارونو د ترسره کولو پرمهال، د ۲۵ دقیقو لپاره یو ټایمر جوړ کړئ او له زنګ وهلو وروسته، پنځه تر لس دقیقو یو لنډ استراحت ولرئ. دا کار درې ځله تکرار کړئ او له درېیم «پوموډورو» وروسته لږ څه اوږد د شلو دقیقو لپاره استراحت ولرئ.