يوې شخصي هندۍ کمپنۍ سپوږمکۍ جوړه او روان کال يې توغوي 

د Skyroot په نوم يو هندي فضايي شرکت خپله لومړنۍ سپوږمکۍ جوړه او ټاکل شوې ده چې د همدې ۲۰۲۳ کال په نيمايي کې به يې وتوغوي. دغه سپوږمکۍ سوداګريزه ده او د تجارتي موخو لپاره جوړه شوې ده. 

د Skyroot کمپني ويلي دي، چې پر دې پروژې يې د سنګاپور دولتي فضايي شرکت سره په ګډه کار کړی او د سپوږمکۍ پر جوړونه يې نېږدې ۵۱ مېليونه امريکايي ډالر لګولي دي. هند کې دا لومړی ځل دی چې يوه شخصي کمپنۍ سپوږمکۍ جوړوي. 

دغه هندی شرکت د هندوستان حکومت سره په خبرو  دی، ترڅو د دولتي سپوږمکيو د جوړونې تړون تر لاسه او په  راتلونکې کې د سياسي او پلټونکو موخو لپاره هم فضايي بېړۍ او سپوږمکۍ جوړې کړي.