د تمرکز د مهارتونو د ښه والي لپاره لس اغېزناک ټکي

الکساندر ګراهام بل وایي: خپل ټول افکار په هغه کار باندې، کوم چې تر لاس لاندې یې لرئ، متمرکز کړئ. د لمر وړاندې تر کله چې په یوه ټکي باندې راټولې او متمرکزې نه شي، هغه ځای نه شي سوځولی.
 
ـــ آیا غواړئ، چې د خپل تمرکز مهارتونه پیاوړي کړئ؟
ـــ آیا غواړئ په دې باندې پوه شئ، چې څنګه کولای شئ، خپل تمرکز زیات کړئ؟
 
ولې باید د خپل تمرکز د مهارتونو ښه والي ته ارزښت ورکړئ؟ ډېر زیات دلیلونه شتون لري، چې ولې باید ډېر پام وکړئ. د تمرکز د مهارتونو ښه والی، ستاسو د پاملرنې لمن پراخوي او دا د بریا یوه له مهمو کیلي ګانو څخه ګڼل کېږي. که ونه شئ کولای پام مو خپلو دندو او موخو ته ور واړوئ، څنګه کولای شئ، چې یو کار ترسره کړئ؟
 
د الکسانډر ګراهام بل نقل قول، چې پورته ترې یادونه وشوه، د تمرکز د ځواک مانا په ښه توګه توضیح کوي: که د لمر وړانګې په یوه ټکي باندې متمرکزې کړئ، کولای شئ، چې اور رامنځته کړئ. که خپل ټول پام په یوه فکر یا عمل باندې متمرکز کړئ، د وړتیا ځواک تولیدوئ.
 
بریالي کسان کولای شي، خپل ذهن په خپلو موخو باندې متمرکز کړي، ترڅو چې ور ورسېږي. ښایي پیسې، شهرت، ځواک، ځان جوړونه یا مډیټېشن وي، په لږ زده کړې سره کولای شئ، همدا کارونه ترسره کړئ. آیا کولای شو، چې د ذهن د تمرکز وړتیا ښه کړو، په داسې حال کې، چې ډېر زیات موارد شتون لري، چې پام منحرفوي؟ په لارښوونې او مناسب تمرکز سره شونی دی.
 
د تمرکز او پاملرنې په اړه د ناپیلیون هېل خبرې
«کنټرول شوې پاملرنه د ذهن د ټول ځواک همغږي کول او د یوې ټاکلې موخې په لور ترکیبي ځواک ته له لارښوونې څخه عبارت ده، چې یوازې د شخصي انضباط په یوه سخت ډول سره کولای شئ ورته لاسرسی پیدا کړئ.»
 
«زده کړئ، چې په خپله خوښه خپل پام په یوې ټاکلې موضوع باندې، هر څومره وخت، چې تاسو یې ټاکئ، متمرکز کړئ.»
 
«حواس مو هغو څیزونو ته وي، چې غواړئ یې، په هغو څیزونو باندې هېڅکله تمرکز مه کوئ، کوم چې نه یې غواړئ.»
 
د ناپیلیون هېل ویناوې د هر فرد لپاره یوه ښه سپارښتنه ده، چې غواړي زده کړي، څنګه په تمرکز او پام کې ښه والی رامنځته کړي.
 
غواړم، تاسو ته څو ساده ټکي ووایم، ترڅو له تاسو سره د تمرکز او پام د مهارتونو په ښه والي کې مرسته وکړي.
 
۱ ـــ تل مه وایئ چې نه شئ کولای تمرکز وکړئ
د دې خبرې کول، چې نه شئ کولای تمرکز وکړئ، په حقیقت کې تمرکز مو کمزوری کوي، دا د دې سبب ګرځي، چې باور وکړئ، نه شئ کولای تمرکز وکړئ او حتا د دې وړتیا د ښه والي لپاره هڅه هم نه کوئ.
 
۲ ـــ ذهن مو داسې جوړ کړئ چې باور وکړي کولای شئ د خپل تمرکز مهارتونه ښه کړئ
خپل ځان ته ووایئ، چې کولای شئ خپل تمرکز ښه کړئ، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې یو کار ترسره کوئ، چې تمرکز ته اړتیا لري. هغو شکونو او تردیدونو ته، چې ستاسو ذهن یې رامنځته کوي، غوږ مه نیسئ.
 
۳ ـــ دا واقعیت ومنئ چې دا وړتیا د بل هر مهارت په څېر زده کړې ته اړتیا لري
د تمرکز د ښه والي په موخه، باید هغه ته د بل هر مهارت په څېر زده کړه ورکړئ، که پشتکار ولرئ او په کافي اندازه جدي واوسئ، کولای شئ خپل ذهن په هر هغه څه باندې، چې غواړئ یې، متمرکز کړئ.
 
۴ ـــ له خپل ذهن سره سوداګري وکړئ
که داسې کوم څه شتون لري، چې پام مو په بل لوري کوي، لکه عاطفي ستونزې یا نا حل شوې سوداګریزې ستونزې، خپل ذهن ته ووایئ، چې دا ټولې ستونزې کولای شي، د یوې مودې لپاره په تمه پاتې شي او د هغو کارونو له بشپړولو وروسته، کوم چې ترسره کوئ یې، هغو ته به رسیده ګي وکړئ.
 
که دې چارې له تاسو سره مرسته ونه کړه، نو د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، چې د کومو ستونزو په اړه باید فکر وکړئ، دا کار تر یوه بریده د لنډې مودې لپاره، هغه ستونزې او ګډوډونکي حواس، چې رامنځته کېږي، ستاسو له ذهن څخه لیرې کوي.
 
۵ ـــ یو کار په یوه وخت کې ترسره کړئ
له یو څیز څخه بل څیز ته الوتل، یوازې ستاسو ذهن ته دا ورزده کوي، چې بې پامه وي او په چټکه توګه خپل پام له لاسه ورکړي، دا ډول ذهني ناکراري کولای شي، په اوږد مهال کې ستړې کوونکې وي.
 
۶ ـــ بدن مو آرام کړئ
کله چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره اړتیا لرئ، چې هغه کار ډېر تمرکز ته اړتیا لري، کېنئ او هڅه وکړئ، بدن مو د څو شېبو لپاره آرام کړئ.
 
۷ ـــ څو ژورې ساه ګانې وباسئ
که چېرې د مطالعې او یا بل هر کار پرمهال، چې ډېر زیات پام او تمرکز ته اړتیا لري، د سټرس او د طبعیت د ګډوډۍ احساس مو وکړ، څو شېبې ودرېږئ او څو ژورې ساه ګانې وباسئ، دا ستاسو د بدن او ذهن د آرامتیا سبب ګرځي.
 
۸ ـــ اوبه وڅښئ
د یو اندازه اوبو څښل ستاسو له ذهن سره مرسته کوي، ترڅو طبیعت مو ډېر کم ګډوډ شي او ناکراره شئ.
 
۹ ـــ پام وکړئ او د خپل ذهن پام هغه کار ته ور وګرځوئ چې ترسره کوئ یې
کله چې خپل پام په هر څه باندې متمرکز کوئ، هوښیار واوسئ او کله چې متوجه شوئ، چې د بل کوم څه په اړه فکر کوئ، هڅه وکړئ، چې زغم ولرئ او ذهن مو څو څو ځله بېرته د پام وړ موضوع ته ور وګرځوئ.
 
۱۰ ـــ په هغه کار باندې تمرکز وکړئ، چې ترسره کوئ یې
تر ډېره هڅه وکړئ، چې خپل ټول پام په هغه کار باندې متمرکز کړئ، کوم چې په هماغه شېبه کې یې ترسره کوئ، د خوړو خوړلو پر مهال په هغو خوړو باندې تمرکز وکړئ، کوم چې خورئ یې. د ورزش کولو پرمهال د خپل بدن په حرکاتو باندې تمرکز وکړئ، د خبرو کولو پرمهال په مکالمې باندې تمرکز وکړئ او د کار کولو پرمهال په خپل کار باندې تمرکز وکړئ.