پر بالستيک توغنديو بار دي؛ روسيې اتلانتيک او هند سمندرونو کې کښتۍ ځای پر ځای کړې 

روسيې اتلانتيک او هند سمندرونو ته پر بالسټيک توغنديو بار بېړۍ استولې دي. دغه بېړۍ وېجاړونکې بېړۍ دي، چې کولی شي چې بحر کې نورې کښتۍ له منځه يوسي. 

دغه بېړيو کې له غږ چټک بالسټيک توغندي ځای پر ځای شوي دي، چې کولی شي له بحره لېرې او منځنی واټن په نښه کړي. دا بالسټيک توغندي کولی شي هوا کې بريدګرې الوتکې په نښه کړي. 

دغه روسۍ کښتي Admiral Gorshkov نوميږي، چې ۱۳۰ متره اوږدوالی لري او ۲۱۰  کسان يو ځای لېږدولی شي. Admiral Gorshkov کښتي لسګونه ټنه وزن هم ړوی شي.