الوتونکې ټکسي؛ يو ساعت کې ۳۲۵ کيلو متره مزل کوي 

د VX4 په نوم د مډرنې او پرمختللې ټېکنالوژۍ شرکت له خپلې وروستۍ الوتونکې ټکسۍ پرده پورته کړه، چې پر يو ساعت ۳۲۵ کيلو متره چټکتيا (سرعت) لري او پرمختللې ټېکنالوژي په کې کارول شوې ده. 

دغه چورلکې ته ورته ټکسي ده؛ د سترو هېوادونو د ښارونو ترمنځ هوايي الوتنې کوي او د ورځې واټن يو ساعت ته راکموي. دغه هوايي ټکسۍ سره اوس شونې ده، چې خلک په يو ښار کې کور او بل کې کار وکړي او په ورځني ډول تګ -  راتګ وکړي. 

دغه د چورلکې په بڼه هوايي ټکسۍ لومړۍ الوتنه تر سره کړه او جوړونکي شرکت يې ويلي دي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په ډېر شمېر دا ډول الوتونکې ټکسۍ جوړې او بازار ته به يې وړاندې کړي.