د شخصیت د لوړتیا او فردي ودې لپاره دوه څلوېښت اغېزناکې تګلارې

د شخصیت پېژندنه
آیا تر اوسه مو د خپل شخصیت په اړه فکر کړئ دی؟
تر اوسه داسې شوي دي، چې د څو میاشتو او یا هم څو اوونیو مخکې شخصیت مو له اوسني شخصیت سره پرتله کړئ؟
 
د افکارو او چلندونو د ښه والي په لاره کې ګام پورته کول کولای شي، زموږ په شخصیت باندې اغېز وکړي. د ناسمو او ځورونکو عادتونو پرېښودل کولای شي، له دې بشپړتیا (تکامل) سره مرسته وکړي. د مغز وړتیا ډېره زیاته لوړه ده، نو د پرمختګ لپاره یې هېڅ  حد او برید شتون نه لري، د دې لپاره، چې د لا ډېرې بشپړتیا په لور ګامونه پورته کړئ، نو غوره ده، چې د مناسبو کارونو لاره وڅارئ او ترسره یې کړئ.
 
د دې لپاره، چې شخصیت ښه والی پیدا کړي، کومې تګلارې وڅارو؟
دا کار سخت او ستونزمن نه دی، باید هره ورځ یو لړ تګلارې وڅارئ، ترڅو وکولای شئ خپل شخصیت او افکار د بشپړتیا په لور بوځئ.
 
د دې لیکنې په دوام په هغو دوه څلوېښت نویو تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، چې اوسنی شخصیت مو په جذاب او په زړه پورې شخصیت باندې بدلوي:
۱ ـــ خپل مهارتونه وپېژنئ
د خپلو مهارتونو پېژندل کولای شي، ستاسو د شخصیت له ښه والي سره ډېره زیاته مرسته وکړي.
 
۲ ـــ منظم ورزشي پروګرام ولرئ
د ورځنیو ورزشونو ترسره کول، حتا که یو ساده پلی مزل هم وي، کولای شي ستاسو په خوی، عادتونو او جسمي روغتیا باندې مثبته اغېزه وکړي.
 
۳ ـــ راتلونکې په ښه توګه تصور کړئ
ستاسو په وسیله د راتلونکې تصور، کولای شي د جوړېدو لپاره یې ستاسو هڅې زیاتې کړي، نو د خپلې راتلونکې لپاره پروګرام ولرئ او په ښه توګه یې وڅارئ.
 
۴ ـــ کتاب ولولئ
کتاب لوستنه کولای شي، یو ذهني ورزش وي، کولای شي معلومات مو زیات کړي او ستاسو د ستونزو د حل کولو لپاره لارې چارې در وپېژني.
 
۵ ـــ نوې بوختیاوې وڅارئ
تل هڅه وکړئ، چې د خپل ځان لپاره نوې بوختیاوې ولرئ، ترڅو وکولای شئ په توپیري ډول خوښي او خوشالي احساس کړئ، دا بوختیاوې کولای شي، تفریحي اړخ هم ولري.
 
۶ ـــ د خپل ځان لپاره آرام چاپېریال جوړ کړئ
هڅه وکړئ، خپله کوټه او د ژوند کولو ځای، په ښکلو څراغونو، په زړه پورې عطرونو او جذاب ډکوراسیون سره، په هوسا او آرام بښونکي ځای باندې بدل کړئ.
 
۷ ـــ له وېرې سره سره ګام پورته کړئ
دا چې وکولای شئ له وېرې سره سره، د راتلونکې په لور حرکت وکړئ، شخصیت مو ډېر زیات ښه کوي، ښایي د افرادو لپاره هر وخت وېره شتون ولري، د له لاسه ورکولو وېره؛ له وینا څخه وېره؛ له خطر څخه وېره؛ یا نویو ځایونو او پړاوونو ته له ننوتلو څخه وېره او ..... د ځینو کسانو لپاره ناخوښه ده. تل هڅه وکړئ، چې له خپلې وېرې سره سره، مخ پر وړاندې حرکت وکړئ.
 
۸ ـــ د خپل ځان لپاره د لارښوونې کتابچه ولرئ
د ژوند لارښوونکې کتابچه کولای شي، تاسو ډېرې زیاتې ودې ته ورسوي، اوږد مهالې موخې او ټول هغه څیزونه، چې ورته اړتیا لرئ، په دې کتابچه کې یې ولیکئ او هره ورځ پرې مرور وکړئ.
 
۹ ـــ له خپلې خوندي سیمې څخه را بهر شئ
ځینې کسان په دوامداره توګه په یوه ځای کې، غوره ده ووایو په خپله خوندي سیمه کې ژوند کوي، بسنه کوي، چې کله وخت له خپلې خوندې سیمې څخه را بهر شئ او خپلې وړتیاوې وازمایئ.
 
۱۰ ـــ ناشونې موخې ولرئ
د ډېرو سترو موخو لرل، کولای شي تاسو په ښه او غوره توګه د راتلونکو پروګرامونو لپاره چمتو کړي او هڅه مو څو برابره کړي.
 
۱۱ ـــ د پیلولو لپاره حرکت وکړئ
موخو ته د رسېدو لپاره اقدام کول، یوه ډېره غوره لاره ده، نو له خپل ځایه پورته شئ او حرکت وکړئ.
 
۱۲ ـــ د ژوند له ځینو مهمو افرادو څخه درس واخلئ
د ژوند له مهمو افرادو څه درس اخیستل، یو له هغو نورو کارونو څخه دی، چې په هغه سره کولای شئ شخصیت مو اغېز ښندونکی کړئ.
 
۱۳ ـــ له ناسمو کسانو سره چلند کول زده کړئ
له هغو کسانو سره چلند کول، چې تاسو ځوروي، کنټرول او پرې تمرکز وکړئ.
 
۱۴ ـــ خاطرې مو ولیکئ
د خاطرو لیکل، د شخصیت د بشپړتیا یوه بله لاره ده، غوره ده، چې تل خپلې خاطرې ولیکئ او له خپلو بدو خاطرو څخه درس واخلئ.
 
۱۵ ـــ له یوه روزونکي، ارواه پوه یا یوه استاد څخه مرسته وغواړئ
دا افراد کولای شي، بشپړتیا ته د رسېدو په لاره کې، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.
 
۱۶ ـــ په واقعي فضا کې ګرځېدل زیات کړئ
په واقعیت کې ژوند وکړئ او مجازي فضا ته ډېر کم وخت ورکړئ.
 
۱۷ ـــ د ټلویزیون ننداره کولو عادت پرېږدئ
د ټلویزیون د ننداره کولو پرېښودل کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، چې په مهمو مسایلو کې ډېر زیات وخت تېر کړئ.
 
۱۸ ـــ مډیټېشن وکړئ
د اعصابو د آرامتیا یوه له تګلارو څخه د مډیټېشن ترسره کول دي.
 
۱۹ ـــ له بریالیو کسانو سره آشنایي ولرئ
له بریالیو کسانو سره آشنایي او د هغوی د مهارتونو زده کول، کولای شي په ژوند کې له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.
 
۲۰ ـــ تېر هېر کړئ، خو ترې درس واخلئ
له تېرو منفي تجربو څخه په درس اخیستلو سره، خپله وده بشپړه کړئ.
 
۲۱ ـــ په کاروبار کې پانګونه مه هېروئ
د یوه نوي کار ترسره کول او په هوښیارانه توګه پانګونه، کولای شي د ژوند وضعیت ته مو ښه والی ور وبښي.
 
۲۲ ـــ له هغو کسانو سره جوړښت وکړئ، کوم چې تاسو یې نه خوښېږئ
تل ځینې کسان له تاسو څخه کرکه لري، له دې امله هڅه وکړئ، د هغو له کرکې سره جوړښت وکړئ او منفي احساس یې له منځه یوسئ.
 
۲۳ ـــ د فردي ودې په تړاو مقالې مطالعه کړئ
د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه د فردي ودې په تړاو یوه مقاله ولولئ.
 
۲۴ ـــ د خپلو پروګرامونو په اړه ژمن او جدي واوسئ  
خپل ټاکلي پروګرامونه په دقیقه توګه ترسره کړئ، ترڅو په عادت باندې بدل شي.
 
۲۵ ـــ له خپلو شاوخوا کسانو سره په مهربانۍ چلند وکړئ
ښایي ستاسو په شاوخوا کې د افرادو ټول ډولونه شتون ولري، نو له هغو ټولو سره، په ډېرې مهربانۍ چلند وکړئ.
 
۲۶ ـــ دېرش ورځنۍ ننګونه مه هېروئ
تل د خپلو موخو لپاره، خپل ځان دېرش ورځنۍ ننګونې ته راوبلئ او هڅه وکړئ، چې د یوې میاشتې یا هماغه دېرش ورځو په موده کې، خپلو موخو ته نږدې او یا ور ورسېږئ.
 
۲۷ ـــ سټراټیژیکې لوبې ترسره کړئ
د شطرنج، منچ او داسې نورو لوبو ترسره کول، کولای شي، ستاسو له ذهني ودې سره مرسته وکړي.
 
۲۸ ـــ له خپلو ملګرو څخه درس واخلئ
د مثبتو ټکو زده کول او د منفي ټکو نه زده کول، په خپلو ملګرو باندې وازمایئ، دا کار ستاسو د فکر او معنوي ودې سبب ګرځي.
 
۲۹ ـــ له منفي فکر لرونکو کسانو څخه لیرې والی وکړئ
د منفي فکر لرونکو افرادو چلند کولای شي، په تاسو باندې منفي اغېزه وکړي، نو ترې لیرې والی غوره کړئ.
 
۳۰ ـــ ځورونکي عادتونه لیرې کړئ
د ډېر خوراک، نوکانو ژوولو، لټي، د دخانیاتو مصرفول او داسې نور عادتونه پرېږدئ، ترڅو ډېرې آرامتیا ته ورسېږئ.
 
۳۱ ـــ خپلې کمزورتیاوې ومنئ
خپل کمزوري ټکي په ښه توګه وپېژنئ او وې منئ، ترڅو وکولای شئ د لیرې کولو لپاره یې هڅه وکړئ.
 
۳۲ ـــ په خپل ځان کې ښه عادتونه رامنځته کړئ
هغه نوي عادتونه، چې په خپل ځان کې یې رامنځته کوئ، کولای شي ډېر ګټور وي، ځینې دا عادتونه دقیقاً همدې مواردو ته دوام ورکول دي، چې ستاسو لپاره مو چمتو کړي دي.
 
۳۳ ـــ له په خپل مخکې  پرتو کارونو څخه یو بشپړ لړلیک چمتو او په سمه توګه یې ترسره کړئ
د لړلیک ترسره کول، په تاسو کې د تمرکز د ډېرښت سبب ګرځي او کولای شئ تل خپل پروګرام له تېر سره پرتله کړئ.
 
۳۴ ـــ خپل ړانده ټکي پیدا کړئ 
که وکولای شئ خپل ړانده ټکي اصلاح کړئ، په خپله کولای شئ د خپل ځان د ښه والي په برخه کې یو ستر ګام پورته کړئ او په یو رسېدلي (بالغ) فرد باندې بدل شئ.
 
۳۵ ـــ وېرونکي فلمونه مه ننداره کوئ
د وېرونکو فلمونو ننداره کول، په تاسو باندې بدې او ورانونکې اغېزې ښندي.
 
۳۶ ـــ شخصي نظافت مراعات کړئ
د شخصي نظافت او پاکوالي مراعات کول، کولای شي ستاسو د شخصي خوی او عادتونو  او دغه راز ستاسو په اړه د شاوخوا خلکو په نظر کې د ښه والي سبب شي.
 
۳۷ ـــ د خپلې ناروغۍ درملنه وکړئ
د خپلو ناروغیو درملنه کولای شي ستاسو په ذهني او جسمي تازه والي کې مرسته وکړي.
 
۳۸ ـــ کورنی حیوان ولرئ
د کورني حیوان په لرلو سره روحیه مو ښه کړئ او له خپګان څخه لیرې پاتې شئ.
 
۳۹ ـــ له ماشومانو سره وخت تېر کړئ
له ماشومانو سره وخت تېرول کولای شي، ستاسو مغزي فعالیت ښه کړي، دغه راز له هغوی سره لوبې کول، کولای شي په تاسو کې د لا زیات خوځښت سبب شي.
 
۴۰ ـــ سفر مه هېروئ
بېلابېلو ښکلو ځایونو ته سفر کول، کولای شي، ستاسو په ذهني زده کړه کې خلاقانه رول ولري او روحیه مو ښه کړي.
 
۴۱ ـــ شکر کوونکی واوسئ
تل د خپلو شته څیزونو لپاره شکر کوونکی واوسئ او دا مه هېروئ، چې د هغو لپاره مو څومره زیار ایستلی دی.
 
۴۲ ـــ په ښکلا کې افراط مه کوئ
د ښکلا او پلاستیک په جراحیو کې افراط کول، په پوهې باندې مو کوم څه نه ور زیاتوي، نو خپل ځان ومنئ او په خپله ښکلا کې افراط مه کوئ.