روغتيايي مشوره: د سالمو  سترګو لپاره (شل، شل، شل) قانون 

اوس وخت کې د ژوند له نيمايي ډېر وخت او ساعتونه د سکرين په کتلو تيريږي. يا کار کې کمپيوټر کاروی، خپل موبايل سره بوخت ياست او يا هم تلويزون ګوری. دا ټول سببېږي، چې سترګې مو کمزورې او يو وخت به ليد (نظر) له لاسه ورکړي. 
 
د ډېر وخت لپاره د کمپيوټر، موبايل او تلويزون ښېښې يا سکرين ته کتل د eye strain
يا د سترګو فشار (ستړې سترګې) ناروغي پيدا کوي. دې ناروغۍ کې سترګې اوبه کوي، ليد تت او ليد ډبل وي، سترګې روښنايۍ سره حساسيت پيدا کړي، سردردي شتون لري او سترګې بشپړې يې نه خلاصيږي. 
 
که چېرې د شپې - ورځې ډېر تلويزون، موبايل او د کمپيوټر سکرين ګورئ او په  ورته وخت کې غواړئ، چې د سترګو فشار يا eye strain ناروغۍ باندې ککړ نه شئ، نو ۲۰، ۲۰، ۲۰ قانون يې غوره درملنه ده. ۲۰، ۲۰، ۲۰ قانون دا مانا چې هر ۲۰ دقيقې وروسته، ۲۰فوټه لېرې د ۲۰ ثانيو لپاره مخامخ وګورئ. دې سره سترګې استراحت کوي او فشار پرې کميږي.