نړۍ کې ترټولو کم - مصرفه الوتکه 

د Otto Aviation په نوم د الوتکو - جوړونې کمپنۍ خپله هغه الوتکه مارکېټ ته وړاندې کړې، چې د کم مصرف پر بنسټ لومړی مقام لري او تر اوسه ددغه الوتکې په څېر کومه بله کم - مصرفه الوتکه نه ده جوړې  شوې. 

دغه الوتکه Celera نوميږي او د هايدروجن په وسيله الوتنې کوي. دوه کمپينو پرې ګډ کار کړی او زياتوي چې Celera نومي الوتکه هايدروجن استفاده کوي  او پر دې اساس هېڅ ډول د اقليم ککړتيا نه رامنځته کوي. 

په Celera نومي هايدروجني الوتکه کې شپږ  تنه سفر کولی شي او دا چې کم مصرف لري نو د ټېکټ بيه يې هم ډېره ارزانه ده. اوس وخت کې دغه الوتکه ۱۶۰۰ کيلو متره پرواز کولی شي.