برېښنايي بايسکل: د بټرۍ په وسيله له موټرسايکل ګړندی مزل کوي

انځور کې دغه بايسکل د عادي بايسکل په څېر مزل کوي خو که چېرې ځغلونکی يې ستړی وي او ډېره بېړه ولري، نو په اسانۍ سره بايسکل برېښنا ته اوړي او بيا پرته له دې چې پښې پرې ووهل شي، تګ کوي. 

د بايسکل پر شاتني ټاير يوه بټري لګول شوې ده؛  بټري چارجيږي او هغه ډاينمو چې بټرۍ کې شتون لري، د بايسکل وروستنی ټاير په حرکت راولي او بايسکل د موټرسايکل غوندې مزل کوي. 

دغه بايسکل نه غږ وباسي او نه هم دود لري او بټري يې د څو ساعتونو لپاره کار کوي. د بټري نصب او لېرې کول يې ساده دي او يوازې ديرش ثانيې وخت نيسي چې بټري ورته ولګول شي.