چین سمندر کې چينايۍ جېټ الوتکې امريکايۍ الوتکه منډې ته اړ کړه

چينايي رسنيو راپور ورکړی  چې يوې چينايۍ جنګي جېټ الوتکې په چين سمندر کې د يوې امريکايۍ جنګي جېټ الوتکې پر سر  خطرناکه او ډېره ټيټه الوتنه کړې چې له امله يې امريکايۍ الوتکې منډه کړې. 

امريکايۍ الوتکه د هند - ارام سمندر کې د امريکا  د هوايي پوځ اړوند  وه چې ياده سيمه کې د امريکا د ګټو په پار عمليات  او تمرينونه تر سره کوي. 

ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وېډيو ښيي، چې چينايۍ الوتکه پر امريکايۍ جېټ الوتکه شپږ متره ور ټيټه شوې او امريکايی پېلوټ وېره احساس او په بېړه يې الوتکه پر بلې خوا روانه کړې. 

چين وايي چې په هند - ارام سمندر او چين سمندر کې د امريکا پوځي شتون غير قانوني  او د چين د ملي ګټو سره ټکر کې مسله ده.