مسکو مني چې يو بريد مو ۶۳ پوځيان ووژل شول 

اوکرايني چارواکي وايي چې د اوکراين پولې  سره په ۳۵ کيلو مترۍ کې د مسکو تر والکې لاندې دونیڅک سيمه کې يې ۴۰۰ روسي پوځيان په يو بريد کې نن ورځ وژلي دي.

د روسيې پوځي چارواکي هم بريد مني او هم د خپلو ۶۳ پوځيانو وژل کېدل، خو مسکو د ۴۰۰ پوځيان وژل کېدل د اوکراين له خو مبالغه بولي. دغه پېښې د روسيې دننه خپګان او غوسه راپورته کړې ده. 

د دونیڅک پوځي چارواکو ويلي دي، چې بريد کې امريکايی  HIMARS نومي څلور توغندي کارول شوي چې دوه يې موخې ته رسېدلي او دوه يې هوا کې روسي ځواکونو له منځه وړې دی. 

د اوکراين په خبره چې ۴۰۰ او د روسيې په تائيد ۶۳ پوځيانو وژل کېدو، اوکراين کې د خوښۍ  نڅاوې او روسيه کې د وير ټغر خور  کړی دی.