هغه الوتکه چې پرله پسې پنځه ورځې هوا کې تېرولی شي 

د هسپانيې هېواد Hybrid نومی د الوتکو او هوايي بيړيو د يو شرکت چارواکي وايي چې پر داسې يوې هوايي بېړۍ يې کار پيل کړی دی، چې پرله پسې پنځه ورځې هوا کې تېرولی شي. 

دغه هوايي بېړۍ چې د کښتۍ او الوتکې په دواړو بڼو جوړيږي، تر سلو کسان ځایولی شي او د تيلو او برېښنا داسې انجنونه په کې ځای پر ځای شوي دي چې د پنخو ورځو لپاره د جاري الوتنې په صورت کې به بسنه کوي. 

د شرکت مسوولين وايي چې د هوايي بېړۍ د کارونې موخه سياحتي ده او هغه کسان چې غواړي د څو ورځو لپاره هوا کې د نړۍ په بېلا بېلو برخو وګرځي، ګټه ترې اخېستلی شي. دغه الوتکه کې دننه د خوراک او استراحت اسانتياوې جوړې شوې دي.