ليزري وسله څه ده او څنګه  کار کوي؟ 

ټېکنالوژي د وسلو جوړښت او پرمختګ برخه کې ستره ونډه  اخلي. له سپکو وسلو نېولې بيا تر اټومي وسلو، ټول د ټېکنالوژۍ پر مټ کېږي. مختلفې الوتکې، ډرون، بالسټيک توغندي او نور هغه جنګي وسايل دي، چې ورځ له بلې يې پرمختللې بڼې وړاندې کېږي. 

اوسني وخت کې ليزري وسلې د يو شمېر هېوادونو سره شتون لري چې  کارونه يې اغېزناکه ده. ليزري مرمۍ  او مهمات د ليزر مسير تعقيبوي او پر هغه خوا مزل کوي، پر کوم  لورې چې د ليزر روښنايي ځي. 

دغه وسله د روښنايۍ د سرعت په اندازه چټکه ده او څوګ چې پرې نښه کېږي، نو مقابل لوری بيا نه شي کولی د وسلې د توغيدنې ځای مالوم کړي او ځواب بريد پرې وکړي. 

ليزري وسلې د نورو ټولو  وسلو په پرتله هدف وېشتنه کې دقيقې دي. دغه وسلې کيلو متره لېرې واټن  وېشتلی شي چې  له هوا څخه ځمکې او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغول وړتياوې لري.