شمالي کوريا:  امريکا سره په اټومي وسلو جګړه کوو

د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون له خپلو پوځي چارواکو غوښتي دي چې د سويلي کوريا او امریکا د ګواښونو په ترڅ کې د شمالي کوریا اټومي وسلې پراخه او لا پرمختللې کړي. 

دولتي رسنۍ د نوموړي له خولې ليکلي دي، چې کېم دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د ګاونډ سويلي کوريا  او امريکا متحد ايالتو څخه يې ځيني ګواښونه حس کړل. 

کېم جونګ ويلي دي، چې اټومي وسلې به تر وروستي (نهايي) حد پورې جوړې او برابرې کړي او هغه مهال  چې سويلي کوريا او امريکا سره يې جګړه راغله نو اټومي ځواب به ورکوي. 

شمالي کوريا  د ۲۰۲۲ کال پای او د ۲۰۲۳ د پيل نمانځنه هم په اټومي وسلو وکړه او دوه ورځې وړاندې يې درې د نېږدې واټن وېشتونکي بالسټېک توغندي بريالي وازمويل.