روغتيايي مشوره: د حمل په لومړيو مياشتو کې اناناس خوړل ضرري دي 

دا چې حمل لرونکې ميرمنې د حمل پر مهال بايد اناناس ميوه وخوري او کنه په اړه يې دوه لارښوونې کېږي. ځيني روغتياپالان د اناناس خوړل بې ضرره بولي او زياتوي چې دغه ميوه نه يوازې چې ضرري نه ده بلکې د حمل پر مهال يې ميرمنې بايد وخوري. 

يوه تازه روغتيايي څېړنه په ګوته کوي چې د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې د اناناس خوړل ځکه ضرري دي چې دغه ميوه د (بروملین) په نوم يوه ماده لري او بروملین د رحم د ازادېدو سبب کېږي چې پايله کې ماشوم سقط کېږي. 

روغتيايي مشوره دا ده، چې مېندې بايد د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې د اناناس ميوې له خوړلو ډډه وکړي او بيا وروسته که په کمه اندازه وخوړل شي، ښايي ستونزې پېښې نه کړي.