دا پُل (د فاتح سلطان محمد) په نوم دی، کوم چې اسيا او اروپا لويې وچې سره نښلوي 

د ترکيې هېواد په استانبول ښار کې دغه اوږد پُل د فاتح سلطان محمد پُل په نوم نومول شوی دی. دغه پُل په ۱۹۸۸ز کال کې جوړ شوی دی چې هغه مهال د نړۍ پنځم او اوس مهال ۲۱م ترټولو اوږد  پُل دی.

د فاتح سلطان محمد پُل د اسيا او اروپا لويې وچې سره تړلي. اوږدوالی يې ۱۵۱۰ متره دی، چې په شمال کې د تور سمندر څخه او په سویل کې د مارمارا بحر څخه تیریږي.

د ترکيې هېواد ډېره برخه اسيا او يوڅه خاوره يې اروپا وچه کې موقعيت لري. دغه پُل د ګرځندويه لپاره په زړه پورې دی او يو ځل تګ - راتګ باندې يو ډالر فيس اخېستل کېږي.