۲۰۲۲ز کال يې په توغنديو پای ته ورسو؛ شمالي کوريا درې بالسټيک توغندي وازمويل 

د ۲۰۲۲ز کال پای او د ۲۰۲۳ز کال پيل شمال کوريا د توغنديو او وسلو په ازموينې تر سره کړ. تېره ورځ دغه هېواد د جاپان سمندرګي پر لورې درې بالسټيک توغندي وتوغول. 

د شمالي کوريا ګاونډ سويلي کوريا ويلي دي چې د شمالي کوريا له خوا ازمويل شوي او توغول شوي توغندي لنډ - واټن وېشتونکي توغندي دي چې د سويلي کوريا پولو سره نېږدې يې ازمويلي دي. 

دغه د لنډ واټن وېشتونکو توغنديو ۳۵۰ کيلو متره واټن وهلی. شمالي کوريا د دغه توغنديو وراېخوا د منځني او لېرې واټن بالسټيک توغندي هم لري، چې کولی شي له خپلې خاورې امريکا پرې نښه کړي.