شړومبې (تروې) سالم غاښونو او هډوکو کې مرسته کوي 

شړومبې يا تروې چې دري ژبه کې ورته دوغ او د انګلېسي ژبې Ayran کلمه يې له ترکي ژبې راخېستل شوې ده. دا لبنياتي - څښاک د افغانستان په شمول د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا په هېوادونو کې دود لري. 

تروې نه غوړ لري او نه هم خواږه او همدا ډول د کلسيم او پروټين ښه او غني سرچينه ده. که تروې (شړومبې) څښئ او غاښونه او د وجود نور هډوکي به مو غښتلي او پياوړي وي.

شړومبې د قبضيت او اسهال لپاره هم ښه درملنه ده. دا په دې اساس چې تروې ګټورې بکترياوې لري او کولی شي، چې معده کې د هضم په بهير کې مرسته وکړي.