د (Saab AJ-37 Viggen) په نوم سويډنۍ جېټ الوتکه چې ۴۵ مېليونه ډالر قيمت لري 

سويډن هېواد د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې لسيزې وړاندې يې د جنګي جېټ الوتکو جوړونې صنعت شروع کړی دی. دغه هېواد کې د Saab AB په نوم د الوتکو - جوړونې شرکت له ۱۹۳۷ کال راهيسې فعاليت کوي. 

د Saab AJ-37 Viggen په نوم جنګي جېټ الوتکې د نېږدې ۲۵۰۰  کيلو متره واټن الوتنې وړتيا لري او له هوا څخه ځمکې ته توغندي وېشتلی شي. دغه الوتکه د سويډن هوايي ځواک وراېخوا د يو شمېر نورو هېوادونو په هوايي ځواکونو کې شتتون لري. 

د Saab AJ-37 Viggen نومي جنګي جېټ الوتکه له ۴۰ مېليونه امريکايي ډالرو بيا تر ۴۵ مېليونه امريکايي ډالرو پورې بيه لري. که څه هم دغه د الوتکو جوړونې شرکت خصوصي دی، خو د سويډن هېواد د حکومت تر اغېز لاندې دی او نه شي کولی د نړۍ پر هر هېواد دغه الوتکې خرڅې کړي.