لومړنۍ بار وړونکې (کارګو) ډرون الوتکه 

ډرون يا بې پېلوټه الوتکې اوس د جګړيزو موخو په پار کارول کېږي. دغه الوتکې ځانګړي توغندي لېږدوي  او ورته په ګوته شوی هدف په نښه او له منځه وړي. د ډرون پرمختللې بڼې باروړونکې يا کارګو الوتکې دي. 

د Black Swan په نوم دغه ډرون الوتکه کولی شي پرته  له کوم کس (پېلوټ) نورو الوتکو ته تيل ورسوي او همدا ډول بارونه له يو ځايه  بل ته انتقال کړي. پر Black Swan اروپايي ټولنې کار کړی او ۲۰۲۳ کال کې يې کارکولو ته وړاندې کوي. 

دغه بار وړونکې الوتکه به د پوځي چارو وراېخوا په سوداګريزه برخه کې هم کار کوي. Black Swan کولی شي چې د يو هېواد د ښارونو  ترمنځ د خلکو شخصي توکي د دوی تر کورونو ورسوي.