روغتيا او ټېکنالوژي: لابراتوار کې جوړه مصنوعي وينه 

د لومړي ځل لپاره ډاګټران او ساينس پوهان په دې توانېدلي دي، چې په مصنوعي ډول لابراتوار کې وينه جوړه کړې. دغه د وينې سرې حجرې  يا سره کرويات په مصنوعي ډول جوړ شوي دي او بريالۍ پايله يې ورکړې ده. 

ډېر وخت ناروغان په روغتونونو کې د  وينې کمښت سره مخيږي؛ يا ورته وينه نه پيدا کېږي او يا شته وينه د هغې د وينې له ګروپ سره برابره نه وي. ددغه ستونزې د حل په پار د وينې بانکونه جوړ شوي خو بيا  هم په بشپړ ډول بسنه نه کوي. 

دغه لابراتور کې جوړه شوې وينه (Lab-grown blood) د وينې هر ډول ګروپ لري. اوس که چېرې کوم ناروغ وينې ته اړتيا ولري او وينه يې نه پيدا کيږي، نو دغه جوړه شوې وينه ورکول کېږي.