ولې انګلیسي ژبه نه زده کوو؟

له مورنۍ ژبې پرته د یوې بلې ژبې زده کول به آسانه کار نه وي او ډېر زیات تمرین ته اړتیا لري. نن ډېری کسان د ژبې د زده کولو لپاره بېلابېلو تګلارو ته لاسرسی لري، هغه پروګرامونه، چې په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، په خپل ګرځنده ټیلیفون کې ترې ګټه واخلئ او په وسیله یې د خپلو خبرو کولو، لوستلو، لیکلو او اورېدلو مهارت ته لوړتیا ور وبښئ.
 
د انګلیسي ژبې زده کړه د ټولو لپاره شونې ده، خو که نه شئ کولای، چې انګلیسي ژبه زده کړئ، د دې لیکنې په دوام به په ځینو دلایلو باندې یې رڼا واچول شي.
 
د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره کافي وخت په پام کې نه نیسو!
«وخت نه لرم» تر ټولو دودیزه بهانه ده، چې افراد یې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره په خوله راوړي. دې ته په پام سره، چې نن د آنلاین زده کړو کورسونه توانېدلي دي، چې د ژبې د زده کوونکو ډېری ستونزې حل کړي، نور نباید ووایئ، چې کافي وخت نه لرم، په هره سطحه کې، چې یاست، ابتدایي، منځنۍ یا پرمختللې، د آنلاین پروګرامونو له لارې کولای شئ، د ورځې په هر ساعت کې چې غوښتي مو وي، انګلیسي ژبه زده کړئ. د ژبې د زده کولو لپاره تر ټولو آسانه تګلارې، ورځپاڼې، کتابونه او ویډیو ګانې دي، چې په هر ځای کې لکه: مټرو، بس، کار ځای یا کور کې په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ هغو ته لاسرسی پیدا کړئ او د زده کړې لپاره له ډېرو کوچنیو فرصتونو څخه ګټه واخلئ. له دې سرچینو څخه ډېری یې وړیا دي او د لګښت له ورکړې پرته کولای شئ، د انګلیسي ژبې زده کړه وڅارئ. په بشپړه توګه ټول کسان په ورځ کې دېرش دقیقې اضافي وخت لري، چې کولای شي د انګلیسي ژبې په زده کړه باندې یې مصرف کړي.
 
انګلیسي ژبه په رښتینو ځایونو کې نه کاروو!
ډېری کسان د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره کافي وخت په واک کې لري، خو لا هم د زده کړې په اړه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. یو له دلایلو څخه، چې د ژبې زده کوونکي نه شي کولای، انګلیسي ژبه په ښه توګه زده کړي، دا دی، هغه څه یې چې زده کړي دي، په رښتینو ځایونو کې ترې کار نه اخلي. کولای شو د خبرو کولو پرمهال له یو لړ کلیمو او عبارتونو څخه ګټه واخلو، کله چې له انګلیسي کلیمو او عبارتونو څخه کار وانخیستل شي، نه پوهېږئ، چې په کومه کچه د ژبې په زده کړه کې بریالي یاست.
 
ډېر زیات وخت د انګلیسي ژبې د ګرامر په زده کړې باندې لګوئ!
د ژبې ډېری زده کوونکي، د انګلیسي ژبې په زده کړه کې، خپل ډېر وخت د ګرامر په زده کولو باندې لګوي، که څه هم ګرام د انګلیسي ژبې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي او مرسته کوي، ترڅو په ښه توګه په انګلیسي خبرې وکړئ، خو نباید په انګلیسي باندې د خبرو کولو پرمهال خپل ځان په ګرامر کې ښکېل کړئ. د ژبې لومړني زده کوونکي کولای شي په کوچنیو کلیمو او عبارتونو باندې بسنه وکړي، د وخت په تېرېدو سره په خپلو جملو کې کولای شي، له قواعدو او ګرامر څخه هم ګټه واخلي.
 
له تېروتنو څخه وېره مو د زده کړې مخه نیسي!
هغه کسان، چې د خبرو کولو، لوستلو او لیکلو له تېروتنو څخه وېرېږي، نو د زده کولو اوږده دوره به ولري، هېڅکله باید د خبرو کولو پرمهال، چې تېروتنې کوئ، ونه وېرېږئ، کله چې خبرې ونه کړئ، لیکل ونه کړئ او ونه لولئ، زده کړه به ونه شئ کړای. د انګلیسي ژبې د زده کولو لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده، چې په خپل نفس باندې د اعتماد د پیاوړتیا لپاره، له هغو ملګرو سره، چې په انګلیسي باندې ښه نه پوهېږي یا له خپل ځان سره د ورځنیو پېښو په اړه، په لنډو انګلیسي جملو سره خبرې وکړئ. له دې لارې کولای شئ، کومې تېروتنې چې کوئ، په ډېرې آسانۍ سره یې اصلاح کړئ.
 
د انګلیسي ژبې د زده کولو لپاره پروګرام نه لرو!
د ژبې ډېری زده کوونکي له پروګرام جوړونې سره چندا لېوالتیا نه لري، خو یوه دقیقه پروګرام جوړونه کولای شي، د زده کړې په بهیر باندې ډېر زیات اغېز ولري. هغو مهارتونو ته په پام سره، چې له انګلیسي ژبې څخه یې لرئ، یو منظم پروګرام په پام کې ونیسئ. په هغو برخو کې، چې کم مهارتونه لرئ، لپاره یې ډېر وخت په پام کې ونیسئ. که نه شئ کولای، چې خپل کمزوري ټکي پیدا کړئ، غوره ده، چې د ښوونیز مرکز له استادانو څخه مرسته وغواړئ، ترڅو کمزوري ټکي مو تشخیص او تاسو ته یې در په ګوته کړي. یوه سمه لارښوونه د ژبې له زده کوونکي سره مرسته کوي، ترڅو خپل کمزوري ټکي وپېژني او د لیرې کولو په لاره کې یې چټک ګامونه پورته کړي.
 
د انګلیسي ژبې په زده کړه کې ثبات نه لرو!
نه یوازې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره، بلکې د هرې موضوع د زده کولو لپاره، که ثبات شتون ونه لري، نه شئ کولای، چې زده یې کړئ. هره ورځ خپله انګېزه پیاوړې کړئ؛ هره ورځ تمرین ولرئ؛ هره ورځ خبرې وکړئ؛ تاسو باید په هغه تګلوري کې، چې پیل کړی مو دی، ثابت قدمه واوسئ یا د خپل ورځني ژوند په اوږدو کې د انګلیسي کلیمو او جملو په کارولو سره کولای شئ، د انګلیسي ژبې زده کړه په یوه عادت باندې بدل او وې څارئ.
 
فکر کوو، چې د انګلیسي ژبې زده کړې ته اړتیا نه لرو!  
که داسې فکر کوئ، چې د انګلیسي ژبې زده کولو ته اړتیا نه لرئ، یو ناسم تصور دی. نن په دې دلیل، چې انګلیسي ژبه په ډېری برخو کې مهم رول لوبوي، نو زده کړه به یې په بشپړه توګه ستاسو په زده کړه نیزه او دنده ایزه راتلونکې کې اغېزناکه وي. د انګلیسي ژبې په زده کولو سره کولای شئ، کتابونه په اصلي ژبه مطالعه کړئ، د نړۍ لومړۍ درجه فلمونه او موسیقي وګورئ او واورئ. په بشپړه توګه انګلیسي ژبه کولای شي، په راتلونکې کې ستاسو د دنده ایزې لوړتیا سبب شي.
 
آیا د انګلیسي ژبې زده کول سخت او ستونزمن کار دی؟
دې پوښتنې ته ځواب ورکول تر یوه بریده په تاسو پورې تړاو لري، خو په ټولیزه توګه کولای شو ووایو په چټکو مکالمو کې له پېچلي ګرامر څخه ګټه اخیستنه، له انګلیسي ژبي خلکو پرته د نورو لپاره له اصطلاحګانو څخه ګټه اخیستنه، د سختو او پېچلو عبارتونو او کلیمو کارول، بېلابېلې لهجې او ګړدودونه کولای شي د دې نړیوالې ژبې زده کړه ستونزمنه کړي، خو په بشپړه توګه د زده کړې د سمې تګلارې ټاکل، تمرین او تکرار د ژبې د زده کوونکو لپاره لاره پرانیزي.