څنګه واوسو، ترڅو نور موږ ته درنښت وکړي؟

کابو ټول افراد په هر عمر او ټولنیز موقعیت کې، خوښېږي یې، چې ورته درنښت وشي او مقام یې د یوه محترم انسان په توګه وساتل شي.
درنښت خپل په خپله نه رامنځته کېږي، درنښت تر لاسه کېږي او د همدې لپاره اړینه ده، چې مناسب چلند ولرئ، ترڅو نور تاسو ته درنښت وکړي.
 
له ډېر درنښت سره د چلند ځانګړتیاوې
که د یوه فرد په توګه اړین درنښت ترلاسه کړئ، ګټونکی یاست، د دې لیکنې په دوام د لا ډېر درنښت د ترلاسه کولو لپاره په ځینو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.  
 
مهربان واوسئ
تل د ورځې په اوږدو کې له هر چا سره چې وینئ، د خپل ژوند له شریک او اولاد څخه مو نیولې تر همکار او د یوه پلورنځي تر پلورنکي پورې له دې ټولو سره مؤدبانه چلند وکړئ، د دې خبرې کول له ترسره کولو څخه یې آسانه دي، په ځانګړې توګه که بده ورځ مو تېره کړې وي، خو که غواړئ له تاسو سره درنښتیز چلند وشي، نو باید له ټولو سره ښه چلند وکړئ او مهربان اوسېدل مه هېروئ. په هر ځای کې که امکان لري مُسکا کول مه هېروئ او د لطفاً او مننه کوم له کلیمو څخه ګټه واخلئ.
 
درنښتیز چلند وکړئ
نادرنښتیز چلندونه، لکه: بد بد کتل، له بریده زیات خپل موبایل کارول پرېږدئ او د خپلو ډېرو خبرو کولو د درملنې لپاره یو لاره چاره ولټوئ، دا کار نه یوازې هغه فرد ته د بې احترامۍ نښه ده، چې له هغه سره اړیکه لرئ، بلکې د لا ډېرو اړیکو او د ستونزو د حل مخه به ونیسي.
 
ښه غوږ ونیسئ
اوریدل یوه فعاله پروسه ده او په هېڅ ډول غیر فعاله نه ده. غوږ نیول په دې مانا نه دي، چې تاسو خپل افکار او باورونه له خپل ذهن څخه بهر کوئ او واقعاً هغو څیزونو ته، چې نور یې تاسو ته در لېږدوي غوږ نیسئ. تر ډېره په نننیو خبرو اترو کې، د یوه فرد نظریات د دې سبب ګرځي، چې د اورېدونکي افکار تحریک شي او هغه هم خپله کیسه په ورته لړۍ کې وړاندې کړي.
 
ګټور اوسېدل د ډېر درناوي چلند له ځانګړتیاو څخه دي
هغه کسان، چې تل له نورو سره مرسته کولو ته چمتو دي یا په اړینو ځایونو کې نورو ته غوږ نیسي او دغه راز یا له نورو سره د مرسته کولو لپاره د یوې موکې په لټه کې دي، ډېر زیات درنښت ترلاسه کوي. د مرسته کولو لپاره د فرصتونو په لټه کې واوسئ، حتا که مخکې مو دا موقعیتونه نالیدلي نیول. لا ډېر د مسؤولیت احساس وکړئ.
 
بهانې مه کوئ
ستاسو فعالیتونه ستاسو د ټاکنو پر بنسټ دي، پرته له ځینو ناڅرګندو قضیو څخه او د بهانه کولو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري، خپل کار ترسره کړئ. که معمولاً ژمنه شوي ځای ته په ځنډ سره رسېږئ، په احتمالي توګه دلیل یې دا دی، چې د خپل وخت په مدیریت کې ستونزه لرئ. کله چې کوم کار مو پای ته نه دی رسولی په ډېر احتمال سره دلیل یې دا دی، چې تمرکز مو پرې نه دی کړی، یا ستاسو په اند ترسره کول یې نا اړین وو.
 
غوسه مو لیرې کړئ
غوسه او اندېښنه له تاسو پرته هیچا ته زیان نه رسوي، له څو شېبو ډېره غوسه په خپل ځان کې مه ساتئ. کولای شئ د غوسې د کنټرول له لارو څخه ګټه واخلئ، کار مو جبران کړئ یا ترې تېر شئ.  د غوسې په حالت کې مه پاتې کېږئ. پام مو وي، چې سټرس د هیجان د رامنځته کېدو سبب ګرځي او کولای شي ستاسو په روغتیا کې ستونزه رامنځته کړي.
 
له بدلون سره لېوالتیا د ډېر درناوي چلند ځانګړتیا ده
ضد تاسو هېڅ ځای ته نه رسوي، ومنئ چې جزئي بدلون د بشپړتیا د بهیر یوه برخه ده. په خپل ځان کې د فردي ودې مهارتونه پیاوړي کړئ. د بېلګې په توګه: نوي مهارتونه زده کړئ، دغه راز نوي فعالیتونه وازمایئ او په ځانګړې توګه خپل غیر ارادي چلندونه وارزوئ او د دې هڅې او کوښښ په خاطر د ښه کېدو په تګلوري کې خپل ځان وستایئ.