کنسرو (قطي کې بند خواړه) نارينه جنسي ځواک کموي 

په دې پار چې خواړه ژر او اسانه برابر شي، ډېر خلک او په ځانګړي ډول په ښارونو کې مسافر او محصلين  له قطي بند خواړو چې کنسرو، ډنډ شوي خواړه او انګلېسي کې Canned Food  ورته وايي، اخلي او پخويې. 

په دې پار چې قطي يا کنسرو کې خواړه خراب نه شي، نو په قطي يې يوه کيمياوي ماده وهل کېږي، چې BPA ورته وايي. BPA چې بشپړ نوم يې bisphenol-A دی، قطي کې بند خواړو کې استعماليږي او ځيني وخت ناوړه او بدې روغتيايي پايلې ورکوي. 

که له خواړو سره دغه کيمياوي ماده  وخوړل شي، نو په وخت سره پر نارينه بد اغېز کوي او جنسي وړتيا يې کمزوريږي. BPA د شکر ناروغۍ دويم ډول، د زړه ناروغۍ او ځيني عصبي ستونزې هم له يو اوږد وخت وروسته پيدا کوي. 

اوس وخت کې د ماهي غوښې، لوبيا، نخود، شنه نخود او ځيني نور خواړه په شيشه اي او د اوسپنې قطيو کې خرڅيږي او په پراخه کچه ترې استفاده کېږي. که څه هم دغه کنسرو خواړه ډېر مضر نه دي خو غوره دا ده چې پر ځای يې تازه سابه وخوړل شي.