وايي چين سره همکاري کوي؛ امريکا د DJI په نوم د ډرون يوه ستره کمپني تور نوملړ ته اچولې 

د DJI په نوم د ډرون الوتکو جوړونې شرکت نړۍ کې له ۱۳ سترو شرکتونو دی، چې مور وطن يې چين دی. دغه چينايی د ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول ډرون الوتکو جوړونې شرکت په پرمختللې او نوي ټېکنالوژۍ سمبال ډرون جوړوي. 

وروستۍ بڼه ډرون الوتکه يې MAVIC3 نوميږي چې امريکا ترې سخته وېره لري او دا خطر احساسوي چې که چېرې DJI دغه الوتکې د چين په اختيار کې ورکړي، نو د امريکا پر وړاندې به ستر سرخوږی جوړ شي. 

اوس مهال د امريکا دفاع وزارت دغه چينايی شرکت د بنديزونو په تور نوملړ کې اچولی- اروپا او امريکا يې د دغه شرکت په اړوند وسايلو  او توکو سخت بنديز لګولی دی. 

د DJI په نوم چينايي شرکت په همدې کال د MAVIC3  ډرون الوتکه جوړ کړې ده چې  په ډېر دقت سره کولی شي، خپل هدف په نښه کړي.