
چينايي چارواکو The Astrophysical Journal Letters نومي ژورنال ته ويلي دي، چې ساينس پوهان يې توانېدلي دي، ترڅو د لومړي ځل لپاره د چنګاښ سترګې يا lobster eye په نوم تلسکوپ جوړ کړي.
دغه د lobster eye په نوم تلسکوپ له ډېر لېرې واټن څخه د انځور اخېستنې وړتيا لري. په لومړۍ ازموينه کې پر دغه تلسکوپ ۵۰۰ کيلو متره لېرې د فضا انځور اخېستل شوی چې ډېر دقيق او روڼ دی.
ددغه تلسکوپ پر جوړونې د چين North Night Vision Technology په نوم د ټېکنالوژۍ شرکت لس کاله کار کړی او په داسې بڼې يې جوړ کړی دی، چې فضا او کايناتو کې به نوې موندنې او څېړنې پرې تر سره کړي.