د زړه خواله ادبي لیکونو ټولنیز ارزښت

لنډیز
استاد عبدالروف بېنوا د پښتو معاصر ادب له پنځو ستورو څخه دی، چې ګڼ شمیر ادبي، تاریخي، علمي او څېړنیز اثار یې په نثر او نظم کې لیکلي دي. استاد بېنوا سربیره پر دې، چې یو تکړه سیاستوال دی په ژباړه او هنري نثر کې هم لوړ مقام لري. د زړه خواله ادبي لیکونه چې د استاد بېنوا له ښکلو هنري نثرونو څخه ګڼل کیږي د ټولنیزو ناخوالو ژور انځور دی، چې استاد په ډیره ښکلې، ساده، روانه او هنري ژبه خپل فرضي ملګري ته لیکلي دي. دغو لیکونو کې د ټولنې نادودې غندل شوي او د روښانه راتلونکي لپاره د پرمختګ او سوکالۍ غوره لارې چارې په ګوته شوي دي.
 
بنسټیزې کلیمې: ادبي لیکونه، د زړه خواله، عبدالروف بېنوا، ټولنیز ارزښت
سریزه
ادبي لیکونه په ځانګړې هنري او ادبي بڼه لیکل کیږي، چې هر ډول ادبي، ټولنیز، تاریخي، فلسفي، سیاسي او انتقادي مسایل په ډیره خوږه ژبه په کې بیانیږي. دغه لیکونه په نړیواله کچه لیکوالان او مینه وال لري. په پښتو ژبه کې هم ډیرو لیکوالانو په بېلابېلو موضوعاتو ادبي لیکونه لیکلي دي. لکه: د روغ لېوني «بي بي نوره»، د اجمل خټک «کچکول»، د قتیل خوږیاڼي « ادبي لیکونه»، د امیر حمزه شینواري او جعفر اڅکزي تر منځ تبادله شوي لیکونه« انسان او خدای» او د استاد بېنوا « د زړه خواله» د یادونې وړ دي.
 
په دغه لنډه لیکنه کې مې هڅه کړې، چې په لنډ ډول د ادبي لیکونو پیژندنه وکړم او بیا د زړه خواله ادبي لیکونو په ټولنیز ارزښت خبرې وکړم. استاد بېنوا په دغو لیکونو کې په ډیره خوږه او روانه ژبه د ټولنې ناخوالې او نور هغه مسایل چې زموږ ټولنه یې د پرمختګ له کاروان څخه وروسته کړې بیان کړي دي. زه هیله لرم چې لوستونکي به له دغې مقالې څخه د استاد بینوا د ټولنیز لید لوري په هکله معلومات تر لاسه کړي.
 
د څېړنې مسئله
د استاد عبدالروف بېنوا د زړه خواله ادبي لیکونو کې داسې ټولنیزو مسایلو ته اشاره شوې، چې که په پام کې ونیول شي ټولنیزې ستونزې مو له منځه ځي او یوه سوکاله او پرمختللې ټولنه به ولرو. دا چې د زړه خواله ادبي لیکونو په ټولنیز ارزښت ډیر څه نه وو لیکل شوي؛ نو همدا د دې څېړنې مسئله راپه ګوته کوي.
 
د څېړنې ارزښت
د زړه خواله ادبي لیکونه ویښوونکي پام اړونکي ادبي، هنري او ټولنیز ارزښتونه لري. دا لیکونه د ټولنې د سمون او پرمختګ له پاره غوره لارښوونې بللی شو. د زړه خواله ادبي لیکونه په ټولنیز لحاظ د څېړنې او پلټنې وړ دي.
 
موخې
۱- د ادبي لیکونو پیژندنه
۲- د زړه خواله ادبي لیکونو ټولنیز ارزښت پیژندل
 
د څېړنې اصلي پوښتنه
د زړه خواله ادبي لیکونو ټولنیز ارزښت په څه کې دی؟.
 
د څېړنې لارې چارې
دا څېړنه یوه توصیفي-تحلیلي څېړنه ده، چې د کتابتوني میتود څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.
 
د موضوع مخینه
په پښتو ادب کې ادبي لیکونه له نظم څخه شروع کیږي او بیا نثر ته ورګرځي. پټې خزانې د شیخ رضی او د هغه د تره زوی نصر لودي تر منځ تبادله شوی منظوم لیک، چې له نن څخه( ۱۰۰۰زر) کاله پخوانی دی خوندي کړی دی. خوشحال خان خټک هم په نظم کې لیکونه لیکلي، چې د هغو له جملې څخه یې یو خپل زوی بهرام ته لیکلی دی. په پښتو ادب کې ادبي لیکونه د روانې هجري لمریزې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د مجلو او اخبارونو د چاپ له بهیر سره سم پیل شوي دي. د کتاب په بڼه لومړنۍ ټولګه د روغ لېوني «بي بي نوره» اثر دی، چې د ۱۹۵۸میلادي شاوخوا کې چاپ شوی دی. همدارنګه محمد حسن کاکړ په ۱۹۶۰ میلادي کې د ګورکي ادبي لیکونه پښتو ته ژباړلي او پښتو ټولنې چاپ کړي دي.( ۱: ۲۵۳) د زړه خواله ادبي لیکونو په ټولنیز ارزښت تر دې مهاله څه نه وو لیکل شوي. که لیکل شوي وي ما نه دي ترلاسه کړي.
 
د زړه خواله ادبي لیکونو ټولنیز ارزښت
مخکې له دې چې د زړه خواله ادبي لیکونو په ټولنیز ارزښت رڼا واچوم اړینه ګڼم، چې د ادبي لیکونو په اړه یو څه معلومات درسره شریک کړم.
 
ادبي لیکونه هغه لیکونه دي، چې په ځانګړې هنري او ادبي بڼه لیکل کیږي. ژبه یې هنري، ادبي او د تخیل رنګ پرې غالب وي. له استعارو، کنایو، تشبیهاتو او نورو صنعتونو څخه پکې کار اخیستل شوی وي. ( ۱: ۲۴۵)
 
په ادبي لیکونو کې په ډیره خوږه او ښکلې ژبه ادبي، سیاسي، تاریخي، ټولنیز، فلسفي او انتقادي مسایل بیانیږي، چې لوستونکي اغېزمنوي. یا ادبي لیک د هنري نثرونو ځانګړی فورم دی، چې په نرمه او پسته ژبه په کې هر ډول مضامین ځایږي او د لیکنې ډول یې ادبي پارچو او هنري خوږو نثرونو ته ورته دی. ( ۲: ۱۲۱)
 
ادبپوهانو ادبي لیکونه په دوه برخو ویشلي دي، چې لومړی ډول یې ټاکلی مخاطب نه لري او د یو فرضي مخاطب په نوم لیکل کیږي، چې د عبدالروف بېنوا « د زړه خواله»، د روغ لېوني « بي بي نوره»، د اجمل خټک « کچکول» او د عبدالروف قتیل خوږیاڼي « ادبي لیکونه» یې غوره بېلګې دي.  ( ۱: ۲۴۷)
 
دوهم ډول ادبي لیکونه بیا هغه لیکونه دي، چې د لیکوالانو او شاعرانو تر منځ تبادله کیږي. په پښتو ادب کې یې غوره بېلګې د امیر حمزه شینواري او جعفر اڅکزي تر منځ تبادله شوي لیکونه دي، چې د « انسان او خدای» په نوم او د مولانا عبدالقادر خطونه دي، چې په کتابي بڼو خپاره شوي دي.      ( ۱: ۲۴۸)
 
پښتو ادب کې د ادبي لیک لومړنۍ بېلګې منظومې دي. پټې خزانې د شیخ رضی او د هغه د تره زوی نصر لودي تر منځ تبادله شوی منظوم لیک چې له نن څخه( ۱۰۰۰زر) کاله پخوانی دی خوندي کړی دی. خوشحال خان خټک هم په نظم کې لیکونه لیکلي، چې د هغو له جملې څخه یې یو خپل زوی بهرام ته لیکلی دی. په پښتو ادب کې ادبي لیکونه د روانې هجري لمریزې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې د مجلو او اخبارونو د چاپ له بهیر سره سم پیل شوي دي. د کتاب په بڼه لومړنۍ ټولګه د روغ لېوني بي بي نوره اثر دی، چې د ۱۹۵۸میلادي شاوخوا کې چاپ شوی دی. همدارنګه محمد حسن کاکړ په ۱۹۶۰ میلادي کې د کورګي ادبي لیکونه پښتو ته ژباړلي او پښتو ټولنې چاپ کړي دي.( ۱: ۲۵۳)
 
استاد عبدالروف بېنوا ( ۱۲۹۲ــ۱۳۶۳لمریز) د پښتو معاصر ادب له پنځو ستورو څخه دی، چې ګڼ شمیر ادبي، تاریخي، علمي او څیړنیز اثار یې په نظم او نثر کې لیکلي دي. استاد بېنوا د مترقي افکارو لرونکی و او په ټولنپوهنه او ټولنیزه ارواپوهنه کې یې هم پوره پوهه درلوده. نوموړی د ټولنې له روح او اړتیاوو خبر او په ټول توان سره یې د ټولنې د ویښتیا لپاره هلې ځلې کولې. نوموړی وايي:
پېړۍ واوښتې؛ خو خلک لا بیده دي
ویښول یې ډير کلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي
دا کم بخته لا نشه د جنت غواړي.
 
استاد بېنوا سربیره پر دې، چې یو تکړه سیاستوال دی په ژباړه او هنري نثر کې هم لوړ مقام لري. (۸)
د استاد بېنوا « د زړه خواله» ادبي لیکونه لومړی ځل په ۱۳۳۸لمریزکال په اصلاح ورځپاڼه کې خپاره شوي او بیا په ۱۳۴۱لمریز کال د مطبوعاتو د مستقل ریاست له لوري چاپ شوي دي. دغه یوویشت لیکونو د ۱۳۴۰لمریز کال د داستان لومړۍ درجه جایزه هم وړې ده.( ۳: ۷۴)
 
 استاد بېنوا دغه ۲۱ ادبي لیکونه خپل خیالي ملګري ته لیکلي دي او له خپل ملګري سره یې د وخت ټولنیز مسایل، دردونه او ناخوالې شریکې کړي دي.
 
د ادبي متن د تشخیص او ماهیت په هکله ژولیا کریستوا د پنځو آرونو( ټولنیز واقعیتونه، د ژانرونو تر منځ توپیرونکي اصول، فرهنګ یا د یوې ټولنې ګډه پوهه چې ټولو ته یو ډول حقیقت ښکاري، له ورته متونو سره پرتلنه او پخپله د هغه متن داخلي پېچلی ترکیب او د بېلابېلو عناصرو تر منځ یې تړاو دی) له مخې پریکړه کوي. ( ۴: ۱۸۷) د دغو اصولو له مخې د استاد بېنوا د زړه خواله غوره ادبي او هنري اثر دی، چې په ډیره ښکلې او پام اړونکې ژبه یې د ټولنې ناخوالې او نور ټولنیز واقعیتونه د خلکو د پوهې د لوړولو په موخه د ادبي لیک په بڼه خپل خیالي ملګري ته وړاندې کړي دي. دغو لیکونو کې په لاندې ټولنیزو مسایلو بحث شوی، چې لنډون به یې درسره شریک کړم:
 
۱- د استاد بېنوا په یو ادبي لیک کې د مشر او کشر په هکله بحث شوی دی. استاد وايي، چې زموږ مشران هغسې چې لازمه ده د مشرتوب صلاحیت نه لري او د کشرانو لوبې کوي. دوی د خپل مشرتوب د بقا په خاطر کشران ناخبره او ناپوه ساتلي دي. کشران مو هم کله کله ځانونه ډیر لوړ ګڼي او په نمایشي او تقلیدي کړنو یې وخت ضایع کړی دی. استاد سپارښتنه کوي، چې مشر باید د حقیقي مشرتوب صلاحیت په ځان کې پيدا کړي او کشر باید د حقیقي او غمخور مشر په لارښوونه د ټولنیز ژوند لاره پرمخ بوځي. نوموړی خپل ملګري ته وايي:
 
« ...نه هغسې مشر چې بې خپله ځانه او بې خپلې ګټې نور هیڅوک او هیڅ نه ویني، هر څه دی او هر څه د ده وي، کشران یې ړانده، کاڼه، ګونګیان، بې حسه روزلي او ناپوه یې ساتلي وي. او نه داسې کشر چې پر وچه مځکه لامبو وهي او یا تر اوبو دمخه ګاولې باسي. تر پښو لاندې مځکې ته یې فکر نه وي خو په اسمان کې مصنوعي سپوږمۍ لټوي.
 
زما په فکر مشر باید د حقیقي مشرتوب صلاحیت په ځان کې پیدا کړي او کشر باید د حقیقي او غمخور مشر په لارښوونه د اجتماعي ژوند لاره پر مخ بوځي، څو چې مشر او کشر دواړه مسعود او د نېکمرغه ژوندون پړاو ته یو ځای ورسیږي.» ( ۱: ۱۰)
 
۲- استاد بېنوا په یو بل لیک کې خپل ملګري ته وايي، چې که انسان څومره پوه، هوښیار، عالم او مدبر هم وي نو د نورو مشورو او مرستې ته اړ دی او په یوازې سر ټول کارونه نشي کولی او حقیقي بریالیتوب ته نشي رسیدلی. استاد وايي، چې باید یو بل ته لارښوونه وکړو یا له کوم بل پوه کس نه مشوره واخلو.
 
ابن خلدون هم په همدی باور دی. هغه وايي: انسان په یوازې ځان هیڅ هم نشي کولی؛ ځکه هغه په جسماني ډول د نورو حیواناتو نه کمزوری دی. موږ ( انسانان) د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورو انسانانو ته اړتیا لرو، که داسې ونه کړو؛ نو نشو کولی چې د ځان لپاره خوراک او ژوند برابر کړو.     ( ۵: ۵۹)
 
استاد بېنوا هم کټ مټ د ابن خلدون په څېر انسانان د یو بل مرستې او مشورې ته اړ بولي. دی همدارنګه وايي چې کله کله موږ په یو څه نه پوهیږو یا یو کار نشو کولی؛ خو د دې لپاره چې ځان کم رانه ولو یا شخصیت مو خلکو ته ټیټ معلوم نشي؛ نو له چا څخه مرسته نه غواړو. نوموړی سپارښتنه کوي، چې د هدف او منزل ټاکل په کار دي او په شعوري ډول یې په لوري حرکت کول په کار دي؛ تر څو له تورتمونو څخه د رڼا په لور لاړ شو. استاد وايي:
 
«... که زه تیروتی وم، ته مې لارښوونه وکړه او که ستا څخه لاره ورکه وه زه به دې لاس ونیسم، او که فرضآ دواړه بې لارې وو؛ نو د لارښوونکي په لټون او څرک پسې به هڅه کوو، څو چې د خپل ژوندون دردونه علاج او عیبونه اصلاح کړو او ځانته د یوه خواږه او ښه ژوندون دنیا جوړه کړو. زه او ته قدرت داسې پیدا کړي یو، چې که غواړو او یا نه غواړو زما او ستا ژوند سره تړلی دی او هم مو د ژوندون لاره یوه ده، پر یوه لاره روان یو؛ خو په پټو سترګو او یو له بله ناخبره یوه نامعلوم لوري ته درومو، نه تا زما څخه پوښتنه وکړه چې د مقصد منزل چیرې دی؟ او نه ما وپوښتلې چې چیرته روانه یو؟ پخپله همدا خبره زما او ستا د ژوندون یو لوی درد او څرګند عیب دی.
 
راځه چې سره وپوښتو، د مقصد منزل وټاکو او بیا په پرانیستو سترګو او په ټینګ عزم د یو بل په مرسته د خپل مطلب خوا ته هڅه وکړو.» (۱: ۷)
 
۳- استاد بېنوا په خپلو لیکونو کې د راز خبره کوي. دی وايي چې پخوا به خلکو راز ویل ښه نه ګاڼه؛ خو دی زیاتوي، چې د ټولنې د سمون او پرمختګ لپاره باید ځینې رازونه وویل شي. نوموړی په دې باوري دی، چې د ځینو رازونو ښکاره ویل حقایق رابرسیره کوي او د ټولنې په خیر دي. استاد وايي چې حقایق او رښتیا ویل په پاک زړه او نیت پورې تړاو لري. دا چې رښتیا ویل ترخه وي؛ خو موږ باید دا جرآت وکړو تر څو خلکو ته د پردې تر شا ځینې مسایل ښکاره کړو. استاد وايي:
 
«... خو څرنګه چې د رازونو په څرګندولو کې رښتیا خبرې راځي او رښتیا ویل ترخه وي، نو ته به ما وبخښې که زما په سپینو ویلو کې هم ځینې ترخه مګر له حقیقته ډک مطالب ښکاره سي، هو! راځه چې دواړه په سړه سینه د خپل ژوندون دردونه او عیبونه یو بل ته سره ووایو او بې له کوم شخصي تعصبه ورباندې غور وکړو او د درملو چاره یې وسنجوو.» ( ۱: ۶)
 
۴- د زړه خواله لیکونو کې څو مخي او څو رنګي غندل شوې ده. استاد وايي چې دا ډول انسانان ثبات نه لري او هر چاپیریال او مجلس سره ځان داسې برابروي، چې د خلکو د خوښې وړ وګرځي. دی وايي چې دا ډول خلک حقایق نه وايي او له هر چا څخه چې ګټه او مفاد ویني د همغو توصیف کوي. سره له دې چې دغه شخص به غل یا ظالم هم وي. نوموړی وايي چې کوږ بار تر منزله نه رسیږي او موږ چې څه ډول یو باید همغسې خپل ځانونه وښیو او یا چې څرنګه ځانونه ښیوو همغسې واوسو. دی متل راوړي چې: ( دوه هندواڼې په یو لاس کې نه نیول کیږي.) او له خپل ملګري څخه غواړي، چې له څو رنګي څخه  ډډه وکړي. نوموړی وايي:
 
«...یو ګل چې څومره ډېر رنګونه ولري ښکلا یې هم هومره زیاته وي او چې څومره مخونه ولري هغومره د ستاینې وړ وي؛ خو یو انسان که دوه رنګه سو، یا یې ځان دوه مخی وښوده نو نور یې مخ د کتو نه وي. پوهان وايي: څنګه چې یې هغسې ځان ښیه او څنګه چې ځان ښیې هغسې اوسه.
 
خو ځینې انسانان سته چې نه یوازې څو رنګه، څو بڼې او څو مخه لري بلکې ورسره ورسره څو ژبې یې هم په خوله کې وي او د ماهرو ډاکټرانو په څېر د خپل هر رنګ او هر مخ د ښودولو له پاره مخصوصې صحنې لټوي او د خپلې هرې ژبې له پاره ځانته موقع ګوري...» (۱: ۲۱)
 
۵- استاد بېنوا په خپلو لیکونو کې د ملګرتوب په معیارونو غږیدلی دی او ویلي یې دي، چې اوس په ملګرتیا شک کیږي؛ ځکه چې اوس د ملګرۍ بنسټ په شخصي غرض او فایدې ولاړ دی. کله چې یو څوک منصب کې وي؛ نو هر څوک یې دوست وي خو چې له چوکۍ لرې شي او یا بې پیسو شي نو ملګري ترې ځي. دی همدارنګه وايي چې رقابت په موټرونو، کورونو او لباس کې مه کوئ بلکې د خلکو په خدمت کې یې وکړئ. هغه لیکي:
 
«...نو ګرانه ملګریه!
نور چې هر څه کوي کوي دې، راځه چې زه او ته د صمیمي ملګرو په څېر یو پر بل اعتماد ولرو، شخصي استفادې یوې خوا ته کړو، د اجتماعي او ملي ښېګڼې له پاره په پاک نیت یو د بل ملاتړ سو او څومره چې مو وسه وي د اجتماعي او ملي ښېګڼو په لاره کې د ملګرۍ حق پر ځای کړو.
 
کار وکړو؛ خو نه یوازې د ځان د هوسایۍ او آرامۍ له پاره بلکې د نورو د هوسایۍ او آرامۍ فکر هم په دماغ کې وساتو، زحمتونه وګالو خو نه د دې له پاره چې یوازې ځانته ګړندي موټرونه او کوټۍ پیدا کړو، بلکې د هغه چا غم هم وخورو، چې زموږ د موټرو ګردونه یې سترګې له خاورو ډکوي او زموږ د کوټیو شاته وږي تږي پراته، بې کوره او بې اوره ژوند کوي.
 
زما او ستا رقابت باید د نورو له پاره په خدمت کولو کې وي نه د موټرو په اوږدوالي، د کوټیو په لوړوالي او د لباس په ښکلا کې، دا ده زما او ستا د ملګرۍ لاره چې باید په پوره اعتماد یې تعقیب کړو.» (۱: ۱۴)
 
۶- استاد بېنوا خپل ملګري ته وايي چې زموږ هر کار باید د سنجش له مخې وي نه د هوس او تظاهر. نوموړی وايي، چې زموږ د کارونو خرابوالی، ناکامي او تاوان د کار بې سنجشه شروع کول دي. نوموړی همدارنګه د کارونو په چټکتیا کې د کارفرما له خوا د کارکوونکو تشویق او تقدیر هم اغېزناک ګڼي. هغه وايي چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. استاد د خلکو چټیات او فضولې خبرې د بېکارۍ له امله بولي. استاد وايي:
 
«...د کار بل شرط کار د کار اهل ته سپارل دي؛ ځکه چې هر چاته کار سپارل د کار اهیلیت ته اهمیت نه ورکول دي او چې دې اهمیت ته په سپکه سترګه وکتل سي نو ګواکې له بیزو څخه د نجارۍ کار غوښتل دي او دا خو کار پر مخ نه بیايي، بلکې کار شنډوي، البته دا خبره د دې معنی نه لري چې یوه سړي ته چې د یوه کار اهلیت لري ټول کارونه وسپارل سي. نتیجه دا سوه چې نه خو باید هر چاته هر کار وسپارل سي او نه هم باید ټول کارونه یوه سړي ته پرېښودل سي، یا په بل عبارت د کار له پاره باید اهل سړی پیدا کړه سي، نه د بې اهلیته سړي له پاره کار...»(۱: ۱۶)
 
۷- استاد په یو بل لیک کې وايي، چې انسان باید په ځان متکي شي او په خپلو پښو ودریږي، نه دا چې په نورو تکیه وکړي او چاپلوسي او تملق د نجات لار وبولي. دی بې ځایه توصیف او غندنې بدې ګڼې. خپل ملګري ته لیکي:
 
«... دا ولې؟ دا ځکه چې دلته د ( اتکا بخود) فلسفې خپل ځای ( اتکا بغیر) ته پرې ایښی دی او اکثره خلک په دې غلط ګومان کې دي، چې بې د بل له واسطې د ژوندانه په ډګر کې پر مخ تلای نه سي او ضرور باید د بل پر پښو د مقصد د منزل خوا ته هڅه وکړي مګر دا کله کېدای سي؟
 
ګرانه ملګریه!
دا وې د کوندل لالا خبرې، نه پوهیږم چې ته څه وایې؟
آیا ته هم د دې وخت او د دې ځای له بې ځایه توصیفو او بې ځایه غندنو له اوریدو څخه په تنګ یې که نه؟ زما په فکر خو د کوندل لالا خبرې بدې نه دي، او زموږ خلک باید نه په توصیف کې دومره پر مخ ولاړ سي چې د حقیقي توصیف حقیقي مفهوم ورک کړي او نه په غندنه کې دومره شخصي اغراضو تر اغېزې لاندې مبالغه وکړي، چې پخپله پرې بد ښکاره سي.» (۱: ۵۷)
 
۸- استاد بېنوا په یو لیک کې د پردیو مجلو او اخبارونو تاثیر ته اشاره کړې او هغه یې د ځوانانو د بې لارۍ او اخلاقي انحراف لامل ګڼلي.
 
 استاد اسدالله غضنفر په کلتور او ټولنه کې د اخلاقو په هکله وايي: « اخلاق د ټولنې له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او اجتماعي نظام څخه نشو بېلولی. که په نورو برخو کې د ثبات حالت نه وي په اخلاقي لحاظ به په بحران کې واوسو او ثبات به ونه لرو. له اخلاقي ثباته مې منظور د هغې تشې ډکېدل دي چې د زړو ارزښتونو د کمزورۍ او د نویو ارزښتونو د نه خپلولو په وجه ورسره مخ یو.» (۶: ۱۲۸)
 
استاد بېنوا خپل ملګري ته وايي، چې موږ د نورو برخو په څیر په فکري لحاظ هم وروسته یو او د ځوانانو د مطالعې لپاره کافي مجلې، رسالې او کتابونه نه لرو. نوموړی له مادي پانګې څخه معنوي پانګې ته ډیر ارزښت ورکوي:
 
«...په دې کې شک نسته چې موږ د تمدن له تېزې او پرمختللي قافلې څخه ډېر وروسته پاته یو او ډېرې نیمګړتیاوې لرو، چې په هغه جمله کې یو هم د هغو مجلو، رسالو او کتابو لږوالی دی کوم چې زموږ د زلمۍ طبقې د مطالعې تنده ماتوي؛ خو دا د دې دلیل نه سي کېدای چې موږ دې د نورو په مقابل کې خپل ملي موجودیت، ملي اخلاق او ملي کلتور پرېږدو او د پردو په فریبنده خویونو دې ځانونه وغولوو او خپل معنوي شخصیت دې بایلو.» (۱: ۴۰)
 
۹- د زړه خواله کې استاد په آزاد تفکر ټینګار کوي. ملي زده کړې او درسونه ګټور بولي او ټینګار کوي چې زموږ ټولنه ډیره زړه ده، چې د بدلون لپاره یې عملي اقدامات په کار دي. دی متل راوړي: « اوبه چې ډیرې په یو ځای ودریږي خوسا کیږي.» نوموړی وايي، چې په ژوند کې باید هیلې او حرکت وي که نه بیا خو ژوندون په مړینې حساب دی. استاد له خپل ملګري څخه غواړي، چې راځه دا زوړ ساز چوپ کړو او د زمانې د نوي ساز سره د نوي ژوند نوې نغمې وغږوو. د یو لیک یوه برخه یې داسې ده:
 
«...هو! زما او ستا دنیاګۍ ډېره موحشه ده.
زما او ستا دنیاګۍ ډېره زړه هم ده.
هېڅ نوی شی پکښې نه لیدل کېږي، دلته هر زلمیتوب زړتیا ده...
هر پلو ته زاړه هډونه پراته دي، مغزونه یې هم زاړه دي، زاړه بومان په زړو کنډوالو کې ناست دي، زړې سندرې وايي. زه او ته هم په ځوانه ځواني پکښې زاړه سوو.
ځکه چې زما او ستا دنیاګۍ ډېره زړه ده!.»(۱: ۶۳)
دلته د زړه خواله له ادبي لیکونو څخه یو لیک د حسن اختتام په ډول درسره شریکوم:
 
ګرانه ملګریه!
څو تر څو به دې زاړه ټنګ ټکور ته ناست یو؟
هغه کمزوري سرود ګر ته ووایه، چې: مه ترنګوه، نور دا زوړ ساز مه ترنګوه...دا ساز له کاره لوېدلی دی.
تارونه یې شلېدلي دي او نغمه یې بې سره ده. د دې زاړه ساز ږغ نور نه سي کولای چې د زلمو وینه توده وساتي او یا د بوډګانو روحي اضطراب ته تسکین ورکړي، د مینې جذبه هم نه سي تېزولای او د ژوند آرزو هم ورله په غېږ کې ځای نه ورکوي، نو څو تر څو به د دې زاړه ساز زاړه ترنګ ته د نیم خوابۍ په حال کې سرونه ښوروو؟
 
او بې له دې چې یو وړوکی عصري توافق هم ورسره ولرو او یا یې له بې خونده نغمې څخه خوند واخلو بیا هم صرف د دې له پاره ورته غوږ نیسو چې څوک ونه وايي چې: دوی له دې ساز سره ناآشنا دي.
 
حال دا چې زمانه له له ډېره پخوا د دې زاړه ساز سره ناآشنا سوې ده یوازې زه او ته یو چې د دې زاړه ساز له زېر او بم سره سرونه پورته ښکته خوځوو...
 
نو ودې وايي هر څوک چې هر څه وايي؛ خو راځه چې دا زوړ ساز چوپ کړو او د زمانې د نوي ساز سره د نوي ژوند نوې نغمې وږغوو.
 
پایله
ادبي لیکونه په ځانګړې هنري بڼه لیکل کیږي، چې ژبه یې هنري او ادبي وي او د تخیل رنګ پرې غالب وي. د استاد عبدالروف بېنوا د زړه خواله ادبي لیکونه په ډيره ښکلې ادبي – هنري بڼه لیکل شوي دي، چې د ټولنې ګڼو ناخوالو ته په کې اشاره شوې ده. د دغو ادبي لیکونو له مطالعې څخه د ټولنې د سمون او پرمختګ الهام اخیستل کیږي. د زړه خواله لیکونو کې زاړه رسمونو او افکارو باندې د بطلان کرښه راښکل شوې او د یوې متمدنې ټولنې د جوړیدو لارې چارې په کې په ډیره ښکلې او قانع کوونکې ژبه ښودل شوي دي.
 
وړاندیزونه
۱- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمي دې د استاد بېنوا اثار راټول او چاپ کړي.
۲- د استاد بېنوا د ادبي، سیاسي او ټولنیز ژوند په هکله دې سیمینارونه جوړ شي، تر څو نوی نسل د استاد له فکر څخه خبر شي او لار یې تعقیب کړي.
 
اخځلیکونه
۱- بېنوا، عبدالروف. ( ۱۳۹۷). د زړه خواله. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.
۲- هاشمي، سید محی الدین.( ۱۳۹۴). د نثري ادب ډولونه. کابل: د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست.
۳- رفیق، محمد رفیق. ( ۱۳۹۷). د ادبپوهنې بنسټونه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۴- ټاګور، رابندرناتهـ. ژباړن: عبدالروف بېنوا.( ۱۳۸۹). ګيتآنجلي. کابل: د افغانستان ټایمز مطبعه.
۵- ښکلی، اجمل. ( ۱۳۹۶). ادبستان. ننګرهار: کلاسیک خپرندویه ټولنه.
۶- غضنفر، اسدالله. ( ۱۳۹۶). کلتور او ټولنه. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.
۷- ملک اشفاق. ژباړن: زاهد خلیلي. ( ۱۳۹۲). د ابن خلدون ژوند، آند او فلسفه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۸- مرهون، محمود. د عبدالروف بېنوا سبک. تاند ویب پاڼه