د احمد دین د منظومو کیسو ځانګړنې

لنډیز
د احمد دین طالب منظومې کیسې، چې د غزل او چاربیتو په قالب کې ویل شوي په شکلي او موضوعي لحاظ ځانګړی ارزښت لري. د طالب په منظومو کیسو کې د پیغمبر (ص)، اصحابو کرامو، د ابراهیم (ع) او ادم(ع) کیسې شته. دغه کیسې ډیرې ځانګړنې لري مثلآ: په دغو کیسو کې د حدیثونو، ایاتونو او نورو دیني مسئلو ارزښت او همدارنګه ځینې تاریخي پېښې او نېټې هم راوړل شوي دي. د طالب منظومو کیسو کې مبالغه، خرافات او له واقعیت څخه لرې کیسې هم شته او د خپلو کیسو په پای کې یې خپل نوم هم راوړی دی.
بنسټیزې کلیمې: احمد دین طالب، منظومې کیسې، خاصې ولسي سندرې
 
سریزه
 په ولسي ادبیاتو کې د منظومو کیسو ډیرې بیلګې لرو. د احمد دین طالب منظومې کیسې پام اړونکی ادبي او تربیتي ارزښت لري. دغه کیسې د غزل او چاربیتې په فورم کې ویل شوي دي، چې دیني، تاریخي او د پیغمبرانو او صحابه کرامو د ژوند ځینې اړخونه پکې په ډیره ښکلې بڼه نظم شوي دي.
 
په دغه لیکنه کې هڅه شوې، چې د احمد دین طالب د منظومو کیسو بېلابېل اړخونه څرګند او په ډاګه کړم، چې دغه ډول کیسې د ژبې او ادب له پاره څومره ګټورې دي او همدارنګه د دې کیسو مثبت او منفي اړخونه کوم دي.
 
په دغه مقاله کې د احمددین طالب له کلیات څخه چې میا وکیل شاه فقیر خېل ترتیب کړی او دانش خپرندویه ټولنې په ۱۳۹۲لمریز کال چاپ کړی کیسې رااخیستل شوي او همدارنګه له ښاغلي فقیر خېل سره د احمددین طالب د ژوند او کیسو په هکله بحث او مرکه شوې ده. په څېړنه کې له کتابتوني میتود څخه ګټه اخیستل شوې، چې له بیلګو سربیره توضیح هم ورکړل شوې ده. د دې مقالې له لوستلو وروسته به لوستونکي د احمد دین طالب د ژوند، شاعري، منظومو کیسو او د کیسو د ځانګړنو په هکله معلومات تر لاسه کړي. زه هیله لرم، چې نور لیکوالان به هم د دغه ولسي شاعر په هکله څېړنې وکړي او هغه تیاره اړخونه چې لا هم نه دي روښانه شوي روښانه کړي.
 
د څېړنې مسأله
د پښتو منظومو کیسو په لړ کې یو هم د احمد دین طالب منظومې کیسې دي. دغه کیسې داسې ځانګړنې لري، چې په نورو کیسو کې یا نشته او یا هم ډیرې کمې لیدل کیږي. مثلآ: دې کیسو کې داسې کیسې هم شته چې اته بیتونه لري. همدارنګه طالب په خپلو کیسو کې خپل نوم، تاریخي پېښې، مبالغې او خرافات هم ځای په ځای کړي دي. دا چې څېړونکو د نوموړي د کیسو په ځانګړنو کار نه دی کړی، نو همدا د دې څېړنې مسئله راپه ګوته کوي.
 
د موضوع ارزښت
ولسي خاصې سندرې د پښتني فلکلور ډیره مهمه برخه جوړوي. دغه سندرې چې ډیری یې د ولسي شاعرانو له خوا ویل شوي د بڼې او منځپانګې له پلوه پام اړونکي دي. د احمد دین طالب منظومې کیسې هم زموږ د ولسي خاصو سندرو یوه مهمه برخه ده، چې د شکل او معنی له پلوه د څېړنې او پلټنې وړ دي.
 
موخې:
- د احمد دین طالب پیژندنه
- د منظومو کیسو پیژندنه
- د احمد دین طالب د منظومو کیسو بېلابېل اړخونه او ځانګړنې پېژندل.
 
د څېړنې اصلي پوښتنه
د احمد دین طالب منظومې کیسې کومې ځانګړنې لري؟.
 
د څېړنې لارې چارې
دا څېړنه یوه توصیفي-تحلیلي څېړنه ده، چې د کتابتوني میتود سربېره په کې له ځینو لیکوالانو او څېړونکو سره مرکې هم شوي دي.
 
د موضوع مخینه
زموږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې د منظومو کیسو لوستلو دود راپاتې دی. منظومې کیسې به په مجلسونو، ناستو او کورونو کې په ځانګړو اوازونو او غاړو ویل کیدې. په دغو کیسو کې بېلابېل دیني، تاریخي، عشقي مسائیل، نصیحتونه، پندونه او نور کلتوري موضوعات بیانیدل. دغه منظومې کیسې، چې د ولسي شاعرانو لخوا ایجادیدلې سینه په سینه له ولسي موسیقۍ سره یو ځای رالېږدېدلې او خوندي کېدلې. په دې وروستیو کې ځینو ادبپوهانو د ولسي شاعرانو سندرې راټولې کړي او د ځانګړو کلیاتو او دیوانونو په بڼه یې چاپ کړي دي.
 
د احمد دین طالب د منظومو کیسو ځانګړنې
مخکې له دې چې د احمد دین طالب د منظومو کیسو په ځانګړنو وغږیږم اړینه ګڼم، چې د احمد دین طالب په پېژندنه او منظومو کیسو لنډ مکس وکړم.
 
د احمد دین طالب لنډه پېژندنه:
احمد دین طالب د پښتو ولسي ادب له مخکښو شاعرانو څخه دی، چې د ژوند او شجرې په هکله یې ډیر زیات معلومات راپاتې نه دي. پښتانه شعرأ د صحبت خان په حواله، چې د احمد دین شاګرد دی د نوموړي پېژندنه داسې کوي:
 
« احمد دین ملاصاحب عالم، شاعر په اصل فرید خېل د اشنغرد اتمان زو وو. مګر دی به اکثر وخت په سوات کې و او مجرد و. بال بچ یې نه وو. زه ورپسې سوات ته لاړم. شاګرد یې شوم، بیا مې د ځانه سره راووست. تقریبآ شل کاله په مردان کې ماسره و، بیا پس د هغې نه ځما په کور کې وفات شو، او مزار یې اوس په مردان کې دی. د استاد احمد دین د خپل لاس تحریر شوي کتابونه ماسره موجود دي. اوس مې د هغه د شعر د دفتر نه صرف د رباعیاتو یو جلد کتاب چاپ کړ او د چاربیتو، غزلیاتو، نیمکیو دویم جلد کتاب به هم چاپ کړم.» (۶: ۵۸۱)
 
میا وکیل شاه فقیر خیل د احمد دین طالب د کلیات په سریزه کې د ښاغلي محمد اشرف غمګین د هشنغر ادب په حواله لیکي: احمد دین طالب په ۱۲۸۳هـ ق کال د هشنغر په اتمانزو کلي کې زیږیدلی او په ۱۳۵۳هـ ق کال کې چې شاوخوا اویا کاله عمر یې درلود په مردان کې وفات شوی دی، چې د مردان سیدجلال بخاري ډهیرۍ بابا په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.(۱: ۵۶ـ۵۷)
 
میاوکیل شاه فقیر خېل وايي چې په ۱۹۹۵میلادي کال د صحبت خان لمسي او د فرخ سیر شمع ځوی ارواښاد شېرزاده راته د پلار د وصیت سره سم د احمد دین طالب د شعرونو قلمي نسخه وسپارله. نوموړی وايي چې ما او شېرزاده په ګډه د احمد دین طالب قبر هم منظم او جوړ کړ تر څو له ورکیدو وژغورل شي.( ۷)
 
احمد دین طالب د خپل نسب او ژوند په هکله په خپلو شعرونو کې هم یو څه معلومات ورکړي؛ خو له دغو لنډو یادونو څخه د نوموړي په اړه پوره قضاوت نشي کیدی. لاندې بیتونو کې د خپل ځان او نسب په هکله داسې وايي:
احمد دین زما محضه طالب لقب دی
په هر نوم چې کناره شوم کناره شوم.(۱: ۳۲)
یوه چاربیته کې وايي:
ذات نسب زما ترین دی واوره توره
زه طالب احمد دین خپل عقل کې سیر یم
خاص مقام مې اتمانزي باغچه سمسوره
خبردار د شاعرۍ په زور او زیر یم.(۱: ۷).
له پورتنیو بیتونو څخه معلومیږي، چې احمد دین طالب ترین دی او په ترینو کې تور ترین دی، چې د هشنغر د اتمانزو کلي اوسیدونکی دی. هغه له دیني علومو سره ډيره مینه درلوده او د همدغې مینې له کبله ځان ته د طالب لقب خوښوي:
چې د دین او د احمد امتزاج ډیر وو
د دې وجهې احمد دین طالب مې نوم شو.
(۱: ۷)
 
احمد دین طالب په پښتو، فارسي، عربي او اردو ژبو پوهیده. دیني زده کړې یې کړي دي او د وخت مروج علوم یې لوستي او په حکمت و نجوم هم پوهیده:
خوږه پښتو، فارسي مې عربۍ سره تالیف کړه
پوره کامله تامه سعې ما د هر ردیف کړه.
 (۱ :۴۳۱)
 
یا لکه چې وايي:                          زه احمد دین شیرین اشعار
طالب مسکین رنګین ګفتار
ملا د ملک د هشتنګر یم
جان و جګر یم راشه دلربا. ( ۱: ۴۴)
د طالب شاعري کې د عشق او محبت سندرې، پند او نصیحت او همدارنګه دیني او مذهبي کیسې او داستانونه د غزلو، چاربیتو، نیمکیو، مقام، لنډیو او رباعیاتو په قالب کې په ډیره عام فهمه او روانه لهجه بیان شوي دي.
 
منظومې کیسې:
منظومې کیسې هغه شعري قالب ته ویل کیږي، چې د یوې پیښې کیسه وړاندې کوي. د غه ولسي سندرې قافیوي آزادي لري او هغه شرطونه چې مثنوي او قصیدو کې شته منظومې کیسې یې پر منلو مکلفې نه دي. (۴: ۶۱)  
 
د منظومو کیسو یا داستان ریښه آریایي سندرو ته رسیږي. د آریايي قومونو ریشیانو( شاعرانو او مبلیغینو) د خپلو پلرونو کارنامې، مذهبي احساسات، دودـ دستور، روایات او نورې اخلاقي لارښوونې په شعرونو کې ځای کړي دي. د ویدا معلوم او مجهول سرودونه او د اوستا ګاڅونه همدغه د ریشیانو اشعار دي، چې پښتنو شاعرانو تر نن ورځې ساتلي دي.(۲: ۱۰۲)
 
منظومې کیسې د ولسي خاصو سندرو یو ځانګړی فورم دی، چې د شکل او مضمون له پلوه بیل جوړښت لري. د محتوا له مخې دغه کیسې په دوه برخو ( د ولیانو، بزرګانو او فقیرانو کیسې او عشقي کیسو) ویشل کیږي.( ۶: ۱۶۹) زموږ ولسي ادبیات د مضمون له پلوه د ولسي ژوند هنداره او د شکل له پلوه هم زموږ د ژبې خاص ملي اهنګونه دي، چې پښتانه مجلسیان یې په ځانګړي وزن او لهجه وايي.
 
د منظومو کیسو د ویلو لومړۍ نېټه د نورو ولسي سندرو په څېر معلومه نه ده؛ خو پټې خزانې د حافظ عبدالطیف اڅکزي د ( سوی او اوښ) فولکلوریک کومیډي او انتباهي داستان خوندي کړی دی، چې څلور سوه کاله لرغونتوب لري.(۲: ۱۰۳)
 
ځینې داسې لیکل شوې او ژباړل شوې کیسې هم د باسواده شاعرانو لخوا لیکل شوي، چې فولکلوریک ارزښت نه لري. دغه کیسې یوازې د فورم یا شکل له مخې فولکلور بللی شو؛ ځکه چې دغه ډول شاعران د ولسي ادبیاتو اصلي روح و کیفیت نه څرګندوي.( ۳: ۲۱۲)
 
د احمد دین طالب منظومې کیسې، چې د غزل او چاربیتې په چوکاټ کې ویل شوي دي ډیری یې له شل بیتونو څخه کمې دي او داسې کیسې هم په کې شته چې یواځې اته بیتونه لري. دغه منظومې کیسې چې شمیر یې اوویشتو ته رسیږي په یوه وړه موضوع یا د یوې موضوع په یو اړخ راڅرخي.  
 
د احمد دین طالب په منظومو کیسو کې زیاتره د  حضرت نبي کریم (ص) او صحابه کرامو کیسې راغلي دي. په دغو کیسو کې د ځینو ایاتونو او حدیثونو ارزښت او همدارنګه د ځینو کیسو تاریخونه او د پېښېدو ځای هم راوړل شوی دی. د دغو منظومو لنډو کیسو ځینې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
 
۱- د احمد دین طالب ډیری منظومې کیسې د موضوع یو اړخ او یا هم یوه موضوع په څو محدودو بیتونو کې رانغاړي. لاندې منظومه  کیسه، چې شپاړلس بیتونه لري او یوه تاریخي پیښه بیانوي د بیلګې په ډول رااخلو. دغه کیسه کې د قریشو له خوا د کعبې ودانولو او په حجر اسود کیښودلو باندې د دوی شخړې ته، چې بلاخره  حضرت نبي کریم (ص) ورته موضوع حلوي اشاره شوې ده:
چې پنځه دیرش کاله عمر یې عیان شو
عمر دا د محمد اخر زمان شو
البطحی سېلاب راغلی په مکه وو
د سېلاب نه ابادي د کعبې وران شو
د مکې لارې کوڅې اوبو لاهو کړې
چې یو کال پرې د برسات هسې باران شو
په ترتیب کعبه اباد کړه قریشو
په حجر اسود یې لا د جنګ جولان شو
هر یو وې پورته کوم حجر اسود زه
چا له چانه ورکوو زیات پرې خفګان شو
اتفاق قسم د جنګ قریشو وکړو
ملا تړلی جنګ ته هر قریشي ځوان شو
بیا انصاف طرف ته ټولو رجوع وکړه
چې منصف زموږ هماغه نکته دان شو
چې اول داخل په باب کې د شېبه وي
سپر ده ورته دا حکم په دا شان شو
د مسجد حرم په باب داخل نبي و
په امین امین د دواړو هاغه آن شو
چې رضا په حکومت د پاک نبي شول
راوستو ته یې استازي ور روان شو
فیصلې له د قریشو حضرت راغی
راته وایه چې په څه طور سره ګویان شو
په څادر کې یې حجر اسود کېښود
په قریشو د څادر نیول تاوان شو
چې په قوم یې د قریشو څادر ونیو
بیا یې وې قریشو پورته کئ اسان شو
چې قریشو کړه حجر څادر کې پورته
ورنیږدې چې د حجر مقام مکان شو
ژر په خپله یې حجر اسود واغست
حضرت کېښود په خپل ځای باندې مکان شو
احمد دین په هوښیارانو کې هوښیار دی
په مجلس د نادانانو کې نادان شو.
( ۱: ۱۰۵)
 
۲- د احمد دین طالب منظومو کیسو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې په ځینو کیسو کې یې سوال او ځواب راغلی دی. همدارنګه ځینې کیسې په سوال او ځواب پیلوي. لاندې کیسه چې د نبي کریم (ص) د سیرت او صورت په هکله معلومات وړاندې کوي په سوال او ځواب پیل شوې ده:
 
عایشې بي بي ویل د رب رسوله
یوسف زیات وو په ښایست د خپله کوله
رسول ووې که زما ښایست دې ولید
بیا به نه کړې دا خبره نامعقوله
اویا زره مې پردې په مخ د نور دي
رب لري پټه زما د ښایست پوله
بي بي وې وایه یوه پرده دې دور شي
چې ښکاره شي راته حسن د مسوله
فرښتو یې یو حجاب د مخ نه راښکو
د کوټې نه تښتیده بي بي مقبوله
حضرت وې مه تښته نور زما د مخ دی
په ګمان د اور دې زړه نه شي مغلوله
که دویم حجاب مې شو د مخ نه لرې
شي سوخته به دا همه دنیا فضوله
فرښتو یې پرده بیا په مخ خوره کړه
احمد دینه دا حاصل دی د محصوله.
( ۱: ۱۳۱)
 
یا لکه په دغه کیسه کې د حضرت محمد (ص) او جبرائیل (ع) تر منځ سوال او ځواب:
...حضرت وې وحې راوړې د کومه ځایه
ځای د وحې له ورځې که یې بهر ناست
جبرائیل وې چې پاس په عرش کعبه د نور ده
محکوم یمه د هغې کعبې په در ناست...
(۱: ۲۸)
 
۳- د احمد دین طالب په منظومو کیسو کې د دعاګانو، قراني ایاتونو، حدیثونو او ځینو نورو شیانو ارزښت هم بیان شوی دی. په لاندې  کیسه کې د ابلیس له خولې د ایات کرسي ارزښت داسې بیانوي:
...د آیت کرسي چې هر څومره ثواب دی
نوشته لوح محفوظ کې رامظهر شو
ما به دا آیت په هر کتاب کې وکوت
کوم کتاب به چې نازل په پیغمبر شو
چې نازل آیت کرسي په هیچا نه شو
هر ساعت په ما په مثل د اختر شو
زه په دې طمعه امید وم هر امت نه
چې زما سره به ځي ځای یې سقر شو
پس د هغې ورځې ژاړم په سرو سترګو
چې نازل په تا هم دا آیت بهتر شو...
( ۱: ۱۰۸)
 
۴- احمد دین طالب د خپلو ټولو منظومو کیسو په پای کې خپل نوم راوړي. کله کله د خپل نوم راوړلو له پاره د کیسې له موضوع وځي او په پای کې یو اضافي بیت چې له کیسې سره هیڅ اړیکه نه لري د خپل نوم له پاره راوړي. لاندې څو بیلګې یې وګورئ:
...زر په خپله یې حجر اسود واغست
حضرت کېښود په خپل ځای باندې مکان شو
احمد دین په هوښیارانو کې هوښیار دی
په مجلس د نادانانو کې نادان شو.
( ۱: ۱۰۷)
 
یا لکه :
...چې نیکه د ده عبدالمطلب مړ شه
شه عمران ابو طالب د ده طوبا
په خپل ځان او په اولاد یې سرفراز کړو
احمد دین طالب ته دغه وه انبا.
( ۱: ۵)
 
یا لکه:
...احمد دینه مخکې نوره قصه وایه
په دې غار کې به لا څومره وي اټال.
( ۱: ۱۴۳)
 
۵- احمد دین طالب په خپلو منظومو کیسو کې ځینې نېټې او تاریخي پېښې هم راوړي دي. دا چې دا نېټې څومره دقیقې دي څه نشم ویلی. لاندې بیت کې د ابرهه له لوري د کعبې ورانولو نېټه او پېښه ذکر شوې:
 
...فیل ترې نهه پنجاه پنج ورځې ړومبی وو
مګر پاتې بیت الله ترې سلامت شو...
 
( ۱: ۱۰۵)
یا لکه لاندې بیت کې د نوشېروان پاچا مړینې ته اشاره کوي:
...د حضرت چې دوېشت کاله عمر تېر شو
د بادشاه نوشېروان د مرګ نوبت شو...
 
( ۱: ۱۰۵)
همدارنګه په لاندې کیسه کې د کعبې د ویجاړېدلو او بیا ابادولو او په حجر اسود باندې د قریشو د شخړې نیټه او پيښه ښيي، چې نبي کریم (ص) یې شخړه هواروي:
 
چې پنځه دیرش کاله عمر یې عیان شو
عمر دا د محمد اخر زمان شو
البطحی سېلاب راغلی په مکه وو
د سېلاب نه آبادي د کعبې وران شو...
( ۱: ۱۰۵)
سربیره پر دې یې د نبي کریم (ص) او بي بي خدیجې (رض) د واده، د قران کریم د نازلیدو او د نبي کریم (ص) د ژوند د نورو پیښو تاریخونه په خپلو کیسو کې راوړي دي.
 
۶- د احمد دین طالب په منظومو کیسو کې مبالغه ډیره زیاته تر سترګو کیږي. نوموړی په توصیف کې دومره غرق لاړ شي، چې د غلو تر حده ورسیږي. لاندې بیلګې یې وګورئ:
 
چې زموږ رسول په ګېډه شو د مور
ځمکې پس د هغې وکړو فصل زور. ( ۱ :۶۶)
 
یا لکه چې وايي:
هره ورځ په لوئیده رسول کریم
لکه بل طفل په میاشت کې شي عظیم
په دریمه میاشت پخپله په پښو ودرېد
ګرځیده بیا په پنځمه میاشت قویم
چې نهمه میاشت شوه ښه فصیح زبان شو
د خپل قوم سره یې کړه کلام فهیم...
 
( ۱: ۱۵۹)
۷- د احمد دین طالب په منظومو کیسو کې خرافات هم شته. ځینې داسې کیسې لري چې عقل او منطق یې نه مني. لاندې کیسو کې همداسې بیلګې وینو:
...هغه غل څه ورځې پس علي له راغی
علي کړو پریکړی لاس یې د لاس مل
چې د لاس ټوکړه یې بیا د لاس سره کړه
کړل چاپېره ترې لعاب د خولې بدل
لاس د غل لکه چې و هغسې روغ شو
                                           د علي شاه مردان په ګفت و ګل.
(۱: ۱۴۳)
 
یا لکه لاندې کیسه کې:
...شاه توده یې د حضرت عمر فاروق کړه
په غضب یې نمر ته اووې دا القاب
رب دې لرې کړه ګرمي انوار د مخ نه
درکې نشته د هیچا عزت اداب
دا ګیله چې د عمر د خولې بهر شوه
شوه قبوله په دربار د رب وهاب
نه بیا نور و د افتاب نه تاو تاب وو
په جهان توره تیاره شوه بې حساب... ( ۱: ۲۱)
 
پایله
د احمد دین طالب منظومې کیسې د پښتو ولسي سندرو په کتار کې د بحث وړ کیسې دي. دغه کیسې چې د غزل او چاربیتو په قالب کې ویل شوي بېلابېل موضوعات لکه دیني، تاریخي، د نبي کریم( ص) سیرت، نصیحتونه او نور خپله غیږ کې رانغاړي. په دغو کیسو کې یوه وړه موضوع یا د یوې موضوع یو اړخ په څو بیتونو کې وړاندې شوي دي. د طالب په کیسو کې ځینې داسې کیسې هم شته چې هیڅ حقیقت نه لري.
 
د احمد دین طالب د منظومو کیسو یوه ځانګړنه دا هم ده چې نوموړی په ځینو کیسو کې نېټې او تاریخونه هم راوړي. دغه کیسې سره له دې، چې په هنري لحاظ کمزورې دي خو بیا هم د ولسي سندرو په کتار کې خپل ځای او اغېز لري.
 
وړاندیزونه
۱- علومو اکاډمي دې دغه ډول منظومې کیسې راټولې او چاپ کړي.
۲- اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې ولسي هنرمندان وهڅوي، چې منظومې کیسې ثبت کړي.
 
اخځلیکونه
۱. فقیرخېل، میا وکیل شاه. (۱۳۹۲). د احمد دین طالب کلیات. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۲. خاورې، غوټۍ. ( ۱۳۶۶). د پښتو شفاهي ادبیات؛ شکل او مضمون. کابل: دولتي مطبعه.
۳. وفا، محمد داود. ( ۱۳۹۲). د فوکلور پیژندنې لارښود. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۴. شېرزاد، پښتون اقا. (۱۳۸۸). ادبي ځیلونه او لومړني لیکوال. کابل: اسد دانش مطبعه.
۵. رښتین، صدیق الله. ( ۱۳۹۱). پښتانه شعرأ، دوهم ټوک. ترتیب، تصحیح او زیاتونې د مطیع الله روهیال. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.
۶. شپون، سعدالدین. ( ۱۳۹۸). ادبي څېړنې. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.
۷. له میا وکیل شاه فقیر خېل سره مرکه، مرغومی، ۱۳۹۸لمریزکال.