افغانستان کې د کوچيتوب ډولونه

زموږ د ګران هېواد جغرافيايي جوړښت د کوچياني ژوند زمينه برابره کړې ده. پراخې دښتې، د غرونو لمنې او شنه  ايلبندونه هغه څه دي، چې زموږ خلک يې له پېړیو راهيسې مالدارۍ او کوچيتوب ته هڅولي دي. مخکې له دې چې د کوچيتوب ډولونه څرګند کړم په لنډ ډول به کوچی دروپیژنم.
 
«کوچی» ترکي کليمه ده، چې له يو ښار څخه بل ښار ته کډې کولو ته وايي. یا کوچيان هغه خلک دي چې په ډله ېیزه توګه د کال په ټاکلو موسمونو کې له خپلو مالونو سره په ټاکلو عنعنوي لارو، ټاکلو عنعنوي سيمو ته لېږدي. يا کوچيان هغو وګړو ته ویل کیږي، چې موسمونو ته په کتو خپلې کډې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي او د څارویو روزنه کوي. د وروستي او منل شوي تعریف له مخې بیا کوچی د افغانستان هغه تبعه ده، چې ابایي( پلرنی) کسب یې مالداري وي او موسمي مېنې ولري.
 
د پورتنيو لنډو تعريفونو او د کوچيانو د ژوند څرنګوالي له مخې د افغانستان کوچيان  په لاندې دوه لویو برخو وېشل کيږي:
۱ـ اصلي کوچيان
۲ـ نيمه کوچيان
 
اصلي کوچيان: د کوچيانو هغه ډول دی، چې له خپلو څارویو سره یو ځای خپلو ټاکلو مېنو ته ځي. دوی يواځې د څارويو روزنې له لارې خپل ژوند پر مخ بیايي. اصلي کوچيان هم په لاندې دوه برخو وېشل کيږي:
الف: عبوري کوچيان
ب: غيرعبوري کوچيان
 
عبوري کوچيان: دا هغه کوچيان دي، چې له خپلو مالونو سره يو ځای د کال په ټاکلو موسمونو کې د افغانستان له اوسنيو پولو څخه اوړي او د منځنۍ اسيا ښېرازه دښتو، د ايران مشهد او ختيځ کې د اباسين تر غاړو، پنجاب او آن تر ډهلي او کلکتې پورې رسيږي. په دې کوچيانو کې سوداګر، کسبګر او مزدوران هم شامل دي.
 
غيرعبوري کوچيان: د کوچيانو دا ډول د اوسني افغانستان د پولو دننه د کال په ټاکلو موسمونو کې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته کډې کوي. دا کوچيان د شمېر له پلوه ډېرې او لويې رمې لري.
 
غيرعبوري کوچيان په دوه برخو ویشل کیږي:
الف: نيږدې ګرځېدونکي
ب: لرې ګرځېدونکي
 
نيږدې ګرځېدونکي: دا ډول کوچيان زیاتره په يو ولایت کې دننه خپل مالونه څروي يا له خپلو هوارو مېنو څخه لويو نيږدې دښتو او د غرو لمنو ته ورخېژي. لکه: د شينوارو او خوګياڼيو د سيمو کوچيان چې له رمو سره د بابا د غره لمنو ته ځي، يا د نورستان کوچيان او يا هم په شمال کې اوزبېک او ترکمن کوچيان، چې په بلخ، فارياب او جوزجان... کې ژوند کوي او د البرز او بابا د غرو لمنو ته ځي. همدارنګه د ارزګان، لغمان او بلوڅو کوچیان د دې کوچيانو په ډله کې راځي، چې د دوی مزل له درې ورځو څخه نه زياتېږي.
 
لرې ګرځېدونکي: دا کوچيان له يو ولایت څخه بل ته د خپلو څارویو د څرولو لپاره شنو ورشوګانو ته ځانونه رسوي. د دوی تګ زیاتره له جنوب او ختيځ څخه مرکزي سيمو ته دی، چې د مني په رارسېدو بېرته خپلو تودو مېنو ته ورستنېږي.
 
۲ـ نيمه کوچيان: هغه کوچيان دي، چې د څارويو له روزنې علاوه ځمکې هم کري. انګريز پوه ډاکټر بيګن د نيمه کوچيانو په اړه وايي: نيمه کوچيان د راټولېدو په ځای (موقتي مېشت ځای يا د کوچيانو د اړولو په سيمه) کې يوه اندازه غله کري. نيمه کوچيان د ژوند او لېږد له پلوه په دوه برخو وېشل کېږي.
۱ـ د سړو سيمو نيمه کوچيان
۲ـ د تودو سيمو نيمه کوچيان
 
د سړو سيمو نيمه کوچيان: دا هغه کوچيان دي، چې په يخو سيمو کې د اوسېدلو ځايونه اوکروندې لري. دوی درې فصله (پسرلي اوړی او مني ) په خپلو ځايونو او يو د ژمي فصل د مالونو څرولو لپاره ګرمو سيمو ته ځي. د کابل، لوګر، زابل، کټواز او غزني سيمو نيمه کوچيان همدا ډول دي.
 
د تودو یا ګرمو سيمو نيمه کوچيان: دا ډول کوچيان يوازې د اوړي موسم له خپلو مالونو سره يو ځای يخو سيمو ته ځي او نور درې فصلونه (منی، پسرلی او ژمی) د خپلو کروندو تر څنګ تېروي.د ننګرهار، لغمان او نورو تودو سيمو نيمه کوچيان همدا ډول ژوند لري.
اخځلیکونه:
۱ – کوچیان او نوی ژوند. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت.  1368 لمریز .
۲ – پښتانه کوچیان، د علومو اکاډمۍ، 1363 لمریز کال.
۳ – د ایلبند مجلې ۲۰ مه ګڼه، مقاله 35 مخ .
یادونه: څیړونکو او لیکوالانو کوچیان په مختلفو بڼو ویشلي دي. مثلآ ځینو کوچیان په پوونده، لوګرو( هغه چې لوونه کوي) او سوداګرو کوچیانو او ځینو بیا پښتانه کوچیان په غلجي او دراني او یو شمیر لیکوالانو بیا کوچیان د کیږدیو د ډولونو له مخې سره بېل کړي، خو پورتنی ویش د کوچي تعریف ته په کتو تر ډيره بریده جامع دی.