د لرغونپوهنې څیړنو جوته کړې، چې د لومړي ځل له پاره انسانانو د نوې ډبرې دوره کې حیوانات اهلي کړل او ورسره په کرنه بوخت شول. هغه څیړنې چې د فلسطین په هېواد کې ترسره شوي لرغونپوهانو داسې اثار (حیواني او نباتي پاتې شوني) موندلي چې لرغونتوب یې له میلاد څخه وړاندې ۱۰۵۰۰ـ۸۰۰۰ کلونو ته رسیږي(۱).
په افغانستان کې هم د مالدارۍ او کرنې مخینه د نوې ډبرې دورې ته ورستنیږي. د بلخ اق کپرک سیمې څخه تر لاسه شوي حیواني او نباتي اثار دا په ډاګه کوي چې په دې لرغونې سیمه له میلاد څخه وړاندې د نهه زره کلونو شاوخوا کې د حیواناتو ساتنه او پالنه شوې ده(۱). ارواښاد علامه عبدالحي حبیبي په خپل اثر ( د افغانستان مختصر تاریخ لومړي ټوک) کې د اریايانو په اړه وايي: (( د اوستا له کتاب څخه څرګندیږي چې اریايي خلک د کوچیتوب، مالدارۍ او مهاجرت له ژوند څخه مدنیت ته رسیدلي او په کلیو او ښارونو کې میشت شوي دي))(۲). د اریايي قومونو د مهاجرت لوی لامل د دوی د مالونو له پاره د ورشوګانو او ایلبندونو لټول وو، چې بیا پر همدغو ځایونو کې دوی د تل له پاره میشت شوي او کوچیتوب یې پریښی دی. سربیره پر دې ګڼ تاریخي شواهد موجود دي، چې زموږ په هېواد کې له زرګونو کلونو راهیسې د حیواناتو ساتنه او روزنه کیږي. د افغانستان جغرافیايي جوړښت، پراخې دښتې، د غرونو شنې لمنې او ښه آب و هوا د دې سبب ګرځیدلې څو وګړي یې مالداري وکړي.
ایلبند د کوچیانو د اوړي ورشو ده. زاهد پښتوـ پښتو سیند ایلبند په یخو ځایونو کې د کوچیانو د دوبي د موسم ورشو او سیابند ته وايي. پښتو سیند ایلبند یو مفرد نارینه نوم بولي(۴)؛ خو ایلبند یو مرکب نوم هم کیدی شي چې د ترکي له ایل او پهلوي ژبې له بند څخه ترکیب شوی دی. ایل په ترکي کې قبیلې، طایفې او نیږدې خپلوانو ته وايي او بند بیا د دو شیانو تر منځ د اتصال ځای، پیوند، د یوه کتاب یا قانون یوه برخه او همدارنګه له سیند یا نهر څخه د اوبو راګرځولو دېوال ته هم ویل کیږي(۵). نو د ایل او بند له یو ځای کیدو څخه د ایلبند اصطلاحي تعریف داسې کولی شو:
ایلبند هغه یخه او شنه سیمه ده چې د یوې قبیلې خلک په کې له یو ځای اوسیدو سربیره خپل مالونه هم څروي. ایلبندونه زیاتره د غرونو په لمنو کې پراته وي، چې پاکه هوا، د اوبو چینې او ګیاه لري. په اوړي کې داسې ځایونه د انسانانو او حیواناتو د ژوند کولو له پاره ډیر مساعد وي.
زموږ هېواد ګڼ شمیر ایلبندونه لري، چې کوچیان هر اوړی له خپلو مالونو سره ورځي. د کوچیانو د اوړي ځینې ورشوګانې په لاندې ډول دي:
بدخشان ولایت کې د شیوا او داشک دښته، په کندز کې د ارچي، شیر ماهي او کندهاري دښته، غزني کې د ناور دښته، فراه کې د ګلستان او پرچمن دښته، د جوزجان غرنۍ سیمې، فاریاب کې د لیلي او ګولاشي دښته، د بادغیس په قلعه نو کې د جوند او ابشاره دښته، هرات کې د چشت شریف، اوبي او اوکشک سیمه، بامیانو کې د یکاولنګ، پنجاب او ورس ساحه، په غور کې د پسابند، شهرک، بیان او لعل و سرجنګل سیمه، زابل کې دای چوپان، وردګو کې بهسود، ارزګان کې شهرستان او بغلان ولایت کې د خوست او فرنګ سیمې له ډیرو وختونو راهیسې د کوچیانو د اوړي څړځایونه دي (۳). تیرو حکمتونو کوچیانو ته د فرمانونو پر بنسټ ګڼ ایلبندونه ورکړي؛ خو ځینې یې اوس د زورواکو له خوا غصب شوي دي، چې د کوچیانو مالدارۍ ته یې ډير زیان رسولی دی.
پښتنو شاعرانو او لیکوالانو هم په خپلو لیکنو او شعرونو کې ایلبند یوه ښکلې، ښیرازه او یخه سیمه بللې، چې اوړی کوچیان له خپلو مالونو سره ورځي. همدارنګه پښتو لنډۍ چې د پښتنو د ژوند ټول اړخونه په پراخه لمن کې رانغاړي ایلبند ته هم په خپله خوږه غیږ کې ځای ورکړی دی. د نمونې په ډول لاندې لنډۍ ولولئ:
مورې کوچیانو ته مې ورکړه
چې تور وربل مې د ایلبند شمال وهینه
اوښانو بیا غاړې تازه کړې
رامعلومیږي کوچیان بیا ایلبند ته ځینه.
اخځلیکونه:
۱- باوري، محمد رسول، پوهنوال. منابع باستان شناسی. انتشارات یوسف زاده، ۱۳۹۵لمریز، کابل
۲- حبیبي، عبدالحی، پوهاند. تاریخ مختصر افغانستان. لومړی ټوک، د تاریخ ټولنه، ۱۳۴۶لمریز
۳- د لیکوالو ډله. کوچیان او نوی ژوند. د قومونو او قبایلو چارو وزارت، ۱۳۶۶لمریز، کابل
۴- مشواڼی، عبدالقیوم زاهد. پښتوـ پښتو سیند. دانش خپردویه ټولنه، ۱۳۸۵لمریز، کابل
۵- عمید، دکتر حسن. فرهنګ فارسی عمید. رهیاب نوین هور، ۱۳۸۹لمریز، تهران
وروستي