آيا پوهېږئ چې يو کيلو الماس څومره قيمت لري؟ 

الماس يوه ګران بيه (قيمتي) ډبره ده. د الماس قيمت د هغې په رنګ او ځلاندتوب (روښانتوب) پورې اړه لري. الماس په قيراط (Carat) سره اندازه کېږي. يو کيلو ګرام پنځه زره قيراط کېږي او د يو قيراط منځنۍ درجي الماسو بيه اوس وخت کې شااوخوا درې زره امريکايي ډالر کېږي. نو د يو کيلو منځنۍ درجې الماسو بيه به ۱۵ مېليونه امريکايي ډالر وي. 

نړۍ کې تر اوسه ترټولو غټه په طبيعي ډول موندل شوی الماس Sergio نوميږي. دغه الماس په برازيل هېواد کې موندل شوی او د کاربن يا تور الماس له کورنۍ څخه دی. 

څه ډول چې وړاندې وويل شول، د الماسو قيمت او ارزښت د هغې په رنګ او ځلاندتوب پورې اړه لري. داسې الماس هم شتون لري، چې د يو قيراط بيه يې له ۱۶زره امريکايي ډالرو پورته ده او که چېرې په کيلو حساب شي نو له ۶۰ مېليونه ډالرو به يې هم قيمت ډېر وي.