خپلې لور ته د یو پلار ارزښتمنې سپارښتنې

انسان د ودې په تګلوري کې له ډېرو کسانو څخه اغېزمن کېږي او د ډېرو افرادو د لیدونو او اورېدنو تر اغېزې لاندی دی. ټول هغه کسان، چې د هغه په شاوخوا کې دي په یو نه یو ډول په هغه باندې اغېز لري، د هغه موډل او بېلګه ګڼل کېږي، خو پلار تر دې ټولو مهم او اغېزناک دی او دا ارزښت او اغېز تر ځوانۍ پورې دوام لري.
 
میلیوټ بیګون په نامه یو مشاور، لیکوال او ویناوال، د پلار په توګه خپلې اندیښنې په لاندې لیکنه کې په ښکلي ډول څرګندې کړې دي: 
 
د خپلې لور د فراغت په جشن کې د ګډون کولو لپاره د پروګرام جوړونې په حال کې وم، چې له ځان سره مې فکر وکړ، د ژوند بل پړاو ته د ننوتلو لپاره، غوره ده، چې هغې ته ارزښتمنه سپارښتنه وکړم. خوښېدل مې ترڅو هغې ته یو لړ تګلارې ور وپېژنم، ترڅو په مخکې پرتو ټولو احتمالي ستونزو باندې غلبه وکړي، خو د دې کار د ترسره کولو لپاره مې بشپړه پوهه او معلومات نه لرل. خوښېدل مې چې د یوه پلار په توګه د ټولو ماتو پر وړاندې له هغې څخه ساتنه وکړم او له هغې سره مرسته وکړم، ترڅو سترو بریاوو ته ورسېږي، خو په دې باندې پوهېدم، چې ماتې د بریا لپاره یو پُل دی، له دې امله تصمیم مې ونیوه، ترڅو د خپل ژوند ارزښتمنې تجربې د شپږ مهمو درسونو په چوکاټ کې د هغې حضور ته وړاندې کړم:
 
که تاسو هم لور لرئ، نو دا شپږ سپارښتنې مو خپلې لور ته ووایئ.
خپلې لور ته د یو پلار لومړی سپارښتنه
هڅه وکړئ، چې په خپل ژوند کې د یوه زړه خوږي روزونکي په لټه کې واوسئ، چې له تاسو سره خپلو موخو ته په رسېدو کې مرسته وکړي، له هغه سره اړیکه ټینګه کړئ او له هغه څخه وغواړئ، ترڅو درته لارښوونه وکړي، هڅه مه کوئ چې د خلکو د دندې موقف د دوی د ټاکنې لپاره یوازینی معیار جوړ کړئ، تر ټولو ښه ښوونکي تل تر ټولو ښه لارښوونکي نه شي کېدای، باید داسې یو څوک وټاکئ، چې د ډېر زړه خوږي له مخې له تاسو څخه ملاتړ وکړي. د یوه ښه روزونکي تر ټولو غوره ډالۍ، د ناسمو چلندونو په اصلاح او سمون کې تاسو ته د جوړونکو فیډبکونو وړاندې کول دي.
 
خپلې لور ته د یو پلار دویمه سپارښتنه
له زانګو تر قبره علم زده کړئ، هڅه وکړئ، چې له پوه او علمي کسانو سره ناسته پاسته وکړئ، ترڅو تاسو هم د علم او پوهې ترلاسه کولو ته ترغیب شئ، هڅه وکړئ، چې روڼ اندی فرد واوسئ او د نورو له افکارو او باورونو څخه هم هر کلی وکړئ، هڅه کړئ، چې د هر کار د ترسره کولو لپاره د یوې مناسې تګلارې په لټه کې واوسئ، تل د علم او پوهې په لټه کې واوسئ. په مطالعې او له نورو څخه په پوښتنه کولو سره، د خپلې پوهې کچه لوړه کړئ.
 
خپلې لور ته د یو پلار درېیمه سپارښتنه
هڅه وکړئ، کوم کار چې ترسره کوئ، ورسره مینه او لېوالتیا ولرئ. ډېری کسان هڅه کوي، ترڅو لوړ دنده ایز موقعیتونه ترلاسه کړي او وروسته په خپل ځان کې لېوالتیا رامنځته کړي. هر کار بېلابېل اړخونه لري، چې کېدای شي ورسره لېوالتیا ولرئ او یا ترې کرکه ولرئ، خو تاسو هڅه وکړئ، چې له خپل کار سره لېوالتیا ولرئ او د کار په بېلابېلو اړخونو باندې تمرکز وکړئ، چې په تاسو کې مینه او لېوالتیا رامنځته کړي، ترڅو د ترسره کولو لپاره یې ډېر وخت ځانګړی کړئ. د خپلې خوښې کار د موندلو لپاره د وخت مصرف کول، په یو ډول د وخت بېځایه تېرول ګڼل کېږي. هڅه وکړئ، ترڅو له شته دنده ایزو فرصتونو څخه، هغه ټاکنه، چې ستاسو له روحیاتو او لېوالتیاوو سره لږ څه ډېر جوړښت لري، وټاکئ.
 
خپلې لور ته د یو پلار څلورمه سپارښتنه
خپل کاري کیفیت او هغه اغېز ته چې د سازمان د پرمختګ په بهیر باندې یې ښندي، پام وکړئ. ډاډه شئ، چې د شرکت موخې او لرلیدونه مو په ښه توګه درک کړي دي او هغو موخو ته د رسېدو په لاره کې خپلې ټولې هڅې کوئ. هڅه وکړئ، چې کار مو په غوره بڼه ترسره کړئ. د تېروتنې امکان شتون لري، خو هڅه وکړئ، چې هېڅکله د لټۍ او کافي هڅې نه کولو په خاطر تېروتنه ونه کړئ.
 
خپلې لور ته د یو پلار پنځمه سپارښتنه
له خپل ځان سره رښتینې واوسئ، هغه ارزښتونه، چې درته مهم دي وې ټاکئ او هغو ته د رسېدو لپاره هېڅکله له کوښښ کولو څخه لاس مه اخلئ او هغه د هیچا لپاره مه تر پښو لاندې کوئ. په داسې توګه چلند وکړئ، چې نور هم ورته درناوی وکړي. په خپلو استعدادونو او وړتیاوو باندې باور وکړئ.
 
خپلې لور ته د یو پلار شپږمه سپارښتنه
تر ټولو مهمه داده، چې د خپل ځان لپاره د ژوند یو ښه شریک وټاکئ، د خپل ځان لپاره یوه کورنۍ تشکیل کړئ، تل په یاد ولرئ، چې کار موخو ته د رسېدو لپاره یوازینۍ وسیله ده. له کار ځای څخه بهر د خپل ځان لپاره یو ښه ژوند جوړ کړئ، چې هره ورځ له کار څخه وروسته کور ته له تګ سره ډېره لېوالتیا پیدا کړئ. کار له ژونده د جدایۍ په مانا نه دی، بلکې یوه برخه یې ده. په دې اساس له خپل ژونده په بشپړه توګه خوند واخلئ.