تازه موندنه: موبايل او کمپيوټري لوبې (Games) ماشومانو ته د زړه ناروغۍ پيدا کوي 

د HeartRhythm په نوم يو ژورنال د نړيوالو څېړونکو او پلټونکو يوه تازه سروې خپره کړې ده چې په کې ويل شوي، هغه ماشومان چې موبايل او کمپيوټري لوبې يا ګېمونه کوي، د زړه په ناروغيو اخته کېږي.  

دغه څېړنه د ۷ او ۱۶ کالونو ترمنځ ماشومانو باندې شوې او موندل شوې ده، چې د زړه ناروغۍ ځکه ورته پېښې شوې، چې موبایل او کمپيوټر لوبې يې کولې. څېړل شوي ماشومانو د ورځې او شپې څو ګړۍ دغه لوبې کولې. 

دغه څېړنه کې د پلټل شوي ماشومانو له منځه شپږ ماشومان د زړه ناروغيو له امله  مړه شوي او تر لس نور يې روغتون کې بستر شوي چې وضعيت يې شديد او وخيم ښوودل شوی.