اوکراين له امريکا سل (A-10 Warthog) جنګي جېټ الوتکې غوښتې، خو واشنګټن يې غوښتنه رد کړې 

د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ د اوکراين دفاع وزير، اولیکسي رزنیکوف له امريکا غوښتي دي، چې سل (A-10 Warthog)  جنګي جېټ الوتکې ورکړي، خو امريکا له دې ويرې چې له روسيې سره به يې اړيکې  ډېرې پسې خرابې شي، دغه غوښتنه رد کړې ده. 

اوکرايني چارواکو ويلي دي، چې که چېرې  امريکا دا مرسته ور سره وکړي، د پلازمېنې کيف امنيت خوندي کولی شي. دوی ويلي دي، چې اوس  مهال روسي ځواکونه د کيف  ښار په ۶۴ کيلو مترۍ کې شتون لري او وېره دا ده چې د اوکراين پلازمېنه کيف ښار ونېسي. 

دغه (A-10 Warthog) نومي جنګي جېټ الوتکې پرمختللې الوتکې دي چې منځنۍ چټکتيا يې ۵۶۰ چټک سرعت يې ۶۷۶ کيلو متره دی او بيه يې يوولس مېليونه امريکايي ډالر ده.