الوتونکی موټر: که ښار کې ګڼه - ګوڼه وي نو الوزي

د برېښنايي موټر - جوړونې يو شرکت پر  داسې موټر  کار  پيل کړی دی، چې ګڼه - ګوڼه کې الوتلی شي. دغه موټر  Aeroht نوميږي  او هغه مهال چې ښار  کې ګڼه - ګوڼه وي، نو په لنډ واټن کې الوتلی شي. 

ټاکل شوې ده، چې  دغه موټر به تر ۲۰۲۵ کال پورې بشپړ  او بازار ته وړاندې شي. دغه موټر له څلورو تر پنځو کسانو ځایولی شي. Aeroht يو بشپړ الوتکی موټر نه دی او ډېر وخت پر سړک ځي خو د اړتيا په صورت کې لنډ واټن کې الوتلی شي. 

نړۍ کې يوازې Aeroht موټر نه دی چې الوتلی به شي، بلکې ډېر شرکتونه په دې اخته دي، چې دا ډول ګاډي جوړ کړي. ددغه الوتونکي موټر بيه ۱۴۰زره امريکايي ډالر  ټاکل شوې ده.