فضايي بېړۍ چې چټکتيا (سرعت) يې پر يو ساعت ۴۰زره کيلو متره ده 

(انځور کې) د Orion په نوم فضايي بېړۍ يا spacecraft ده چې سپوږمۍ کې له ۲۵ ورځني ماموريت وروسته راښکته شوې او پېسېفيک بحيره کې يې ناسته کړې ده. دغه  فضايي بېړۍ داسې جوړه شوې ده، چې عملې ته اړتيا نه لري. 

دغه بېړۍ کې نوې ټېکنالوژۍ کارول شوې ده، او پر يو ساعت ۴۰۰زره کيلو متره چټکتيا په کې نوښت دی، چې له دې وړاندې نورو فضايي بېړو کې سرعت دومره لوړ نه وو. 

د Orion په نوم دغه بېړۍ د سپوږمۍ او د هغې شااوخوا ۲۵ ورځې ماموريت تر سره کړ او د سپوږمۍ په اړه يې مالومات راټول کړي  دي.