روغتيايي مشوره: د مېخونو يا پينه کورنۍ درملنه 

پښتو کې تر ډېره د مېخونو په نوم پېژندل کېږي. دري ژبه کې ورته پينه، انګلېسي کې ورته callus او corns وايي. دا يوه  ناروغي ده، چې د پوستکي ځيني نسجونه سخت او بې حسه شي. 

مېخونه د پښو په لاندې برخه کې پيدا کېږي او کله چې له کوم بل شي سره تماس کې شي، نو سخت درد لري. شونې ده، چې  corns په لاسونو او د پښو ګوتو په پورتنۍ برخه کې هم پيدا شي. 

د مېخونو لېرې کولو يوه عامه  کورنۍ درملنه دا ده، چې هغه برخه چې مېخونه پر شوي، د شلو دقيقو لپاره ګرمو اوبو کې کېږدئ او بيا په ارامۍ سره دغه برخه وموښئ نو شونې ده، چې مېخونه لېرې شي. 

ليمو يې هم ښه درملنه ده. د شپې خوب وړاندې ليمو ټوته کړئ او هغه برخه پورې يې وتړئ، چې مېخونه لري. سهار راپورته کېدو پرمهال به اړوند برخه نرمه او مېخونه به تېرې لوېدلي وي.