روغتيايي مشوره: هغوی چې ډېره کولا څښي نو هډوکي يې نري کېږي 

په ۲۵۰۰ کسانو تر سره شوې څېړنه ښيي، هغه کسان چې ډېره کولا، پيسې او نور ګازي مشروبات څښي، osteoporosis ناروغۍ باندې اخته کېږي. osteoporosis هغه ناروغي ده، چې هډوکي په کې نري کېږي. 

د کولا له امله دغه ناروغي د نارينو په پرتله ميرمنو کې ډېره ده او دري ژبه کې ورته (پوکی استخوان) وايي. کولا او نورو ګازي مشروباتو کې شته مواد د هډوکي د نازکېددو سبب کېږي. 

کولا او پيپسيو کې فسفریک په نوم اسيد شتون لري، کوم چې osteoporosis ناروغي پيدا کوي او دغه ناروغي د هډوکو د نري کېدو او نازک کېدو سبب کېږي.