روغتيايي مشوره: شين چای ۲۵ سلنه د زړه ناروغيو خطر کموي 

جاپان کې پر ۴۰زره کسانو يوې نوې څېړنه او تجربه شوې ده او موندل شوې ده، هغه کسان چې شين څښي د زړه نارغيو پښېدو ګواښ او خطر په کې ۲۵ سلنه کم وي. 

ډاکټرانو ويلي دي، شين چای د هغه ميرمنو لپاره بيا د زړه حملې  خطر ۳۱ فيصده کموي چې يوه ورځ کې پنځه پيالې شين چای څښي. د نارينو په پرتله ميرمنو ته د شين چای ګټې ډېرې دي. 

جاپان کې ډېر شين چای  کارول کېږي  او د ۳۰ کالونو په موده کې دغه شوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې د نورو هېوادونو په پرتله يې خلک هم کمې د زړه ناروغۍ لري.