د سوډيمي مالګې پر ځای د پوتاشیم مالګه روغتيايي ده 

مالګه د وينې لوړ فشار او د زړه نارغيو لپاره مضره ده. مالګه کې په لوړه کچه سوډيم شتون لري او سوډيم د وينې فشار پورته کوي او د زړه نورو ناروغيو لپاره ضرري  دي. 

مډیکال نیوز يو څېړنه خپره کړې ده، چې  تايوان هېواد په دوه  زره کسانو تر سره شوې او دې څېړنه کې ثبوت شوې ده، چې هغه کسان چې غذايي رژيم کې د سوډيمي مالګې پر ځای د پوتاشيم مالګه کارول شوې، صحتمند وو. 

پوتاشيم د وينې فشار او زړه ناروغيو لپاره ګټور دی؛ هغه مالګه چې د سوډيم پر ځای پوتاشيم لري، د روغتيا لپاره ګټوره ده. مالګه ډېرې روغتيايي ګټې لري او غذا ته ښه خوند ورکوي، خو د ځينو ناروغيو لپاره بيا ضررې ده.